لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: "پاکستان اوس په حقيقت کې په افغانستان کې سوله غواړي"


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي"زه نه يم خبر چې وړاندې د افغانستان دپاره څه پاليسي وه خو د يو نيم کال نه چې زما حکومت راغلی دی مونږ په حقيقت کې د افغانستان د سولې د عمل د ملاتړ دپاره هر څه کړي دي".

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په موضوع راجوړې غوندې ته په وېنا کې د پاکستان وزیراعظم وويل،"افغان ټولنه د تېرو ۴۰ کالو راهسې د بلې هرې ټولنې څخه زياته ځپل شوې او زه د زړه نه دعا غواړم چې د افغانستان د سولې اوسنۍ خبرې کاميابې شي او زما حکومت چې راغلی تل مو د خپله وسه پورې د سولې د خبرو ملاتړ او مرسته کړې ده".

د افغان کډوالو په موضوع راجوړه غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګوټرس او د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ګډون درلود.

عمران خان وویل "زلمی خليلزاد ناست دی او هغه خبر دی چې ټول پاکستان سره د پوځ غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، په پاکستان کې اوس داسې نه ده چې حکومت بدله او پوځ بدله پاليسي لري".

هغه وويل "وړاندې چې هر څه ؤ دا وخت مونږ ټول په افغانستان کې سوله غواړي او هغه هم د دې دپاره نه چې دلته تر ټولو زيات افغان کډوال مېشت دي، سوله ځکه غواړو چې د افغانستان ولس حق لري چې هلته سوله راشي".

عمران خان زياته کړه "د افغانستان مرستیال صدر وويل چې په پاکستان کې د تندلارو وسله والو طالبانو پټې ځالې دي، هغه وويل دلته د کډوالو کېمپونه دي د لاکونو په شمېره کې کډوال دي او چې دا کډوال بيرته لاړ شي د هغې نه وروسته که دلته تندلارې ښکاره شو پاکستان به بيا زمه وار وي".

هغه وويل "اوس دا ممکنه ده چې ټول کډوال کېمپونه ولټول شي او په شمار وسله وال پکې مالوم کړی شي، هغه وويل په افغانستان کې بدامني د پاکستان په ګټه نه ده او که په دغه هېواد کې امن راځي د پاکستان سره به يې تجارت هم شي او په پوله پرتې علاقې به ورسره نورې ښې شي".

غونډې ته په وېنا کې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وويل، "پاکستان د افغان سولې د عمل مهم غړی دی، امن غټ چېلنج دی خو موقع هم ده، امريکا غواړي چې پاکستان او افغانستان په ګډه کار وکړي".

غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګوټرس وويل، "د افغانستان د مسلې حل سياسي دی او نړيواله ورورولي دې په ښکاره د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي".

هغه وويل په افغانستان کې د کډوالو بيرته ستنېدو دپاره به هلته معاشي، سياسي او ټولنيز حالات سمول پکار وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG