لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ټولنیزو رسنیو دپاره په جوړه کړل شوې تګلاره اړوند اړخونو سره دمشورې امر کړی


دپاکستان وزیراعظم عمران خان هیواد کې دټولنیزو رسنیو دپاره په نوؤ جوړو کړل شوؤ قاعدو اؤ ضابطو د سیوا شوؤ نیوکو نه وروسته اړونده چارواکو ته امر کړی چې ددې قاعدو پځائ کولو څخه وړاندې باید د ټولو دخیلو اړخونو سره مشورې وکړي.

ډان ورځپاڼې دچهارشنبې په ورځ خپل یو راپور کې ویلي چې وزیراعظم عمران خان د لوړې پائ د یوې غونډې په مهال هیله ښودلې چې نړیوالې ټولنیزې رسنۍ اؤ د انټرنیټ کمپنۍ به پاکستان کې خپل کار ته دوام ورکړي اؤ حکومت به دهغوئ اندېښنې لرې کوي.

دانفارمیشن ټینکنالوجۍ سکتر شعیب صدیقي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې په دغه غونډه کې وزیراعظم عمران خان اړوند چارواکو ته امر کړی چې د ټولنیزو رسنیو دپاره دجوړې کړل شوې تګلارې پځائ کولو نه وړاندې باید ټول اړونده اړخونه په اعتماد کې واخلي.

داطلاعاتو سکتر چې پخپله یې هم په دغه غونډه کې برخه لرلې ده، وایي حکومت د انټرنیټ د نړیوالو کمپنیو سره په تماس کې دی اؤ زر به دهغوئ یوه غونډه راوبلي ترڅو هغوئ نه هم وړاندیزو واخلي چې په نوې تګلاره کې باید څه کمی،زیاتی وکړل شي؟

بل لوري ته د بې پولې خبریالانو تنظیم ار ایس ایف دپاکستان دحکومت نه غوښتنه کړې چې د سوشل میډيا دپاره نوې جوړې کړل شوې قاعدېې ضابطې باید ختمې کړي.

دغه تنظیم پخپل یو بیان کې ویلي دي چې د سوشل میډيا یوې ځاندرې ته راوستل اړین دي خو داسې نه چې یوازې دسینسر شپ یا قدغنونو شکل دې بدل کړل شي.

تر دې وړاندې تیره اوونۍ ایشیا انټرنیټ کولیشن(ای ایي سي) پاکستان کې له نورو اړوند اړخونو سره له مشورې پرته دحکومت لخوا د ټولنیزو رسنیو په هکله دنوؤ قاعدو اؤ ضابطو په رامنځته کولو سختې اندېښنې ښکاره کړي اؤ په اړونده چارواکو یې ټینګار کړی چې خپل دې ګام ته سر دوباره کتنه وکړي.

پاکستان مرکزي حکومت چې د ټولنیزو رسنیو دپاره دکومې نوې تګلارې منظوري ورکړې دهغې له مخې به د یوټیوب،فیس بک،ټوئټر اؤ ټک ټاک دپاره اسلام اباد کې دفتر پرانستل اړین وي اؤ که څوک دغسې ونه کړي نو ۵۰ؤ کروړو روپو پورې جرمانه به پرې لګولی شي.

دټولنیزو رسنیو دپاره نوي تګلاره د برقي جرمونو دقانون یا الیکټرانک کرائمز ایکټ برخه جوړه کړل شوې اؤ قانون پځائ کوونکو اؤ استخباراتي ادارو ته په ټولنیزو رسنیو د ناوړه یا د اعتراض جوګه موادو په ضد دګامونو اخستلو واک ورکړل شوی دی.

ددې نوؤ قاعدو له مخې به اوس ټولو نړیوالو ټولنیزو رسنیو ته چې یوټیوب،فیس بک،ټوئټر، ټک ټاک اؤ ډيلي موشن هم پکې شامل دي د درېوؤ میاشتو دننه اسلام اباد کې خپل ځانونه راجسټرډ کول وي اؤ ددې ترڅنګ به ورته دتماس نیونې دپاره خپل استازي یا د رابطو افسران هم دلته ګمارل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG