لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرونا وایرس د مړو شمېر ۲۰۰۴ ته ورسېد


واشنګټن ډي سي: په کرونا وایرس باندې د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۰۰۰ او پرې د اخته کسانو شمېر له ۷۵۰۰۰ څخه زیات شوی.

د جاپان سره نږدې له هغې کښتۍ څخه په سلګونو کسانو ته د وتلو اجازه ورکړل شوې چې د تېرو دوو اونیو راهیسې قرنطین شوې وه.

تمه ده په یوکوهوما کې د ډایمنډ پرېنسس کښتۍ څخه شاخوا ۵۰۰ مسافر ښکته شي.

دا کښتۍ وروسته له هاغې قرنطین شوه کله چې ترې په هانګ کانګ کې په یو کوز شوي کس کې د کورونا وایرس وموندل شو.

په دغې کښتۍ کې بیا وروسته وموندل شول چې ۵۴۲ کسان په دغه وژونکي وایرس باندې اخته شوي وو.

یواځې هغو کسانو ته به له کښتۍ څخه د کوزېدو اجازه وي په چا کې چې د کرونا وایرس نتیجه منفي وي.

نږدې ۳۰۰ امریکایان د ګل یا دوشنبې په ورځ ویستل شوي وو چې اوس د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین دي.

په ورته وخته کې ګڼ نور حکومتونه لکه برتانیا، کاناډا، اسټرالیا او هانګ کانګ هم پلان لري چې د یوکوهوما له کښتۍ څخه د خپل هېواد وګړي وباسي.

پېکنګ د شورو یا چهارشنبې وختي اعلان وکړ چې له کرونا وایرس څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰۰۴ ته رسېدلی دی چې اکثره دغه مړینه د چین په هوبي ایالت کې شوې ده.

هوبي هغه ایالت دی چې په تېرې ډیسمبر میاشت کې ترې د کرونا وایرس سرچینه اخیستې.

په ورته وخت کې د چین روغتیايي چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کورونا وایرس د ۱۷۴۹ نویو پېښو خبر هم ورکړی.

د چین دولتي خبري رسنۍ د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي وو، چې ولسمشر شي د برتانیې لومړي وزیر بوریس جانس سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي دي چې چین له دغه وایرس سره د مبارزې په برخه کې مهم ګامونه اخیستي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ لیدل کېږي.

د روغتیا نړیواله اداره یا ډبلیو اچ او خلکو ته خبرداری ورکړی چې خلکو ته خبرداری ورکړی چې ددې وایرس په وړاندې دې نه نرمېږي خو بیا هم باور لري چې تر ټولو خرابه وخت یې پای ته رسېدلی.

ډبلیو اچ دا هم وايي، چې لا تر اوسه له وخته لېرې ده چې دده وایرس خپرېدل کوم لوري ته وي.

د یادې ادارې مشر تیدروس ګبریاسس ویلي، د کرونا وایرس ۸۰ سلنه ناروغان خفیف وي او ښه کېږي.

ډبلیو اچ او دا هم ویلي، چې د کرونا وایرس ۸۰۴ پېښې له چین څخه د باندې په ۲۵ هېوادونو کې موندل شوي دي.

روسیې ویلي، چې د زیارت یا پنجشنبې له ورځې به خپل هېواد ته د چین د وګړو په ورتګ باندې بندیز ولګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG