لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:مونږ افغان سوله کې خپل کردار ترسره کړو،اوس په افغان مشرانو ده چې څه کوي؟


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي پاکستان دافغان سولې لړ کې خپل غوره کردار ولوبولو اؤ خبره یې دسولې تړون پورې راوستله خو اوس دا په افغان مشرانو اړه لري چې هغوئ دامن هڅې پر وړاندې بوځی که نه بیا یې داړي ګړي ښکار کوي؟

دپاکستان دبهرنیو چارو د دفتر دبیان له مخې شاه محمود قریشي ویلي دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې په تړون به دپاکستان په موجودیت کې لاسیکونه کیږي ځکه چې دپاکستان له همکارۍ پرته دا معاملې پر وړاندې نه شوې تللی.

دبهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تیره تیره ورځ امریکې او طالبانو دواړو په جلا جلا بیانونو کې منلې چې د افغان سولې تړون به د نړیوالو څارونکو په موجودیت کې د فرورۍ په ۲۹مه لاسلیک کېږي.

دبهرنیو چارو وزیر ویلي په ۲۹مه فرورۍ د سولې په تړون دلاسلیک نه وروسته به هڅه وشي چې یو داسې پلاوی وټاکل شي چې دبین الافغاني خبرو په لوري پرمختګ وکړي.

ښاغلي قریشي ویلي پاکستان په نیک نیتۍ اؤ خلوص سره افغان سوله کې خپل رول ولوبولو اؤ اؤ اوس به افغان مشرانو ته خپل کردار ترسره کول وي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو هم د جمعې په ورځ په ټوئټر لیکلي وؤ "د لسیزو تر جګړې وروسته موږ له طالبانو سره پر دې متفق شو چې په افغانستان کې به په تشدد کې د پام وړ کموالی راولي، دا د سولې پر لور یو ډېر مهم ګام دی او زه پر ټولو افغانانو ږغ کوم چې له دې موقعې ګټه واخلي".

شاه محمود قریشي ویلي دافغان کشالې هواری دومره اسان نه ؤ ، تر ټولو دمخه خو مونږ ته نړۍ په دې قانع کول وه چې افغان شخړه د زور د لارې نه هواریږي ځکه نو باید ددې شخړې هواری د هر اړخیزو سیاسي خبرو اترو دلارې ولټول شي.

شاه محمود قریشي پخپل دغه بیان کې ویلي چې” دمزاکراتو میز ته دطالبانو کښېنول هم اسان وؤ اؤ دوحه کې دمذاکراتو پیل کولو عمل هم ډير سخت ؤ“

دبهرنیو چارو د وزیر له مخې کله چې افغانستان کې دیو امریکایي پوځي له وژل کیدو وروسته صدر ټرمپ ټوئټ وکړو چې دسولې خبرې یې ختمې کړې نو تر هغې وروسته پاکستان هڅې پیل کړې چې دخبرو اترو لړۍ بیا زر ترزره روانه کړي.

ښاغلی قریشي وایي پاکستان افغانستان کې دیرغمل نیول شوؤ دوؤ روڼو په خلاصون کې هم خپل غوره رول اداکړو “اؤ نن دا دخوشحالۍ مقام دی چې دواړه خواوې وایي مونږ جذئیات ټاکلي دي،یو تړون ته نزدې شوي یو،مونږ دتشدد کچه هم راټېټه کړې ده اؤ په ۲۹مه فرورۍ په دې تړون لاسلیکونه هم کیدونکي دي”

هغه وایي نن دامریکا په ګډون ټوله نړۍ دپاکستان د کردار ستائنه کوي اؤ پاکستان هم خوشحاله دی چې افغانستان دسولې‌ په لوري روان شو.

هغه ویلي کله چې یې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو سره په وړومبي ځل لیدنه کوله نو هغه مهال دامریکې اؤ پاکستان اړیکې تاؤژنې وې “ما هغه سره دامریکې اؤ‌ پاکستان داړیکو دنوي سره دجوړؤلو په اړوند خبره وکړه اؤ هغه راته وویل د ښه والي دا لاره دکابل سره مشروط ده”

خو هغه وایي “خو نن زه دوئ ته باور ورکووم چې مونږ خپله ژمنه پوره کړه اؤ مونږ نه یوازې دکابل پورې سفر کړی دی اؤ یو مستند پلاوی مو مخې ته راوستی دی بلکې دې پلاوي دمذاکراتو لړۍ منطقي انجام ته هم ورسوله”

د امریکې او طالبانو تر منځ دا تړون تاریخي ګڼل کېږي چې له مخې به یې د بندیانو د تبادلې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر څنګ هیڅ لوري ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره وکاروي.

د طالبانو د یوه مشر په وینا د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې د تړون تر لاسلیک سمدستي وروسته به امریکا او افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي کوي او په جواب کې به یې طالبان هم هغه تقریباً ۱۰۰۰ بندیان خوشي کوي چې له ځان سره یې ساتلي دي.

په پاکستان کې د طالبانو یوې سرچینې اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د سولې د تړون په بنیاد به د مارچ پر ۱۰مه به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي، خو امریکې او افغان حکومت لا د سولې د تړون تفصیل نه دی خپور کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG