لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: تېر لس کاله په افغانستان کې تر یو لک زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره په خپل وروستي رپوټ کې وايي په دغه هېواد کې په تېرو لسو کالو کې د جګړو د لاسه د وژل شوو او ژوبل شوو عام وګړو شمېر د يو لک نه بره شوی دی.

واشنګټن ــــ ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې په روانه جګړه کې په تېر يو کال کې د 3400 نه زيات ملکي کسان وژل شوي دي او د 7000 نه زيات نور ژوبل شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره UNAMA وایي، په دغه مرګ ژوبلو کې د 49٪ ذمه وار طالبان، داعش او نورې وسله والې ډلې دي او د 43٪ مرګ ژوبلې ذمه وار افغان او امريکايې ځواکونه دي ، باقي پاتې ۸٪ وګړي د دواړو خواوو تر منځ په ډزو کې وژل شوي دي.

دغه رپوټ په داسې حال کې خپور شوی دی چې د طالبانو له خوا د يوې هفتې د پاره په تشدد کې د کمي پرېکړه د وړمې شپې نه عملي شوې ده،. چې ورسره به د طالبانو او امريکا تر منځ د فرورۍ په 29مه نېټه د کېدونکې لوظنامې لپاره لاره هواره شي، که دغه لوظنامه عملي شوه نو ورسره به په افغانستان کې د امریکې د تاريخ تر ټولو اوږد 18 کلن جنګ پای ته ورسېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره په خپل وروستي رپوټ کې وايي په دغه هېواد کې په تېرو لسو کالو کې د جګړو د لاسه د وژل شوو او ژوبل شوو عام وګړو شمېر د يو لک نه بره شوی دی.

د دغې ادارې مشر تاداميچي يماموتو ويلي په افغانستان کې به ډېر کم خلک داسې وي چې په څه نه څه ډول به د دغې جګړې نه اغېزمن شوي نه وي.

نوموړي په دواړو خواوو غږ کړی چې د عامو خلکو د تحفظ په خاطر دې زر تر زره د امن تړون وکړي او وایي دغسې تړون که څومره وړاندې شوی وی نو دومره به ولسي مرګ ژوبله کمه شوې وای.

طالبانو سمدستي د يوناما رپوټ رد کړی چې ګنې په افغانستان کې د زياتې ولسي مرګ ژوبلې ذمه وار وسله والې ډلې دي، دوی تور لګولی چې يوناما په

افغانستان کې، د دوی په وینا، "د امريکا د يرغلګرو ځواګونو ملاتړ کوي".

د امريکا او طالبانو تر منځ لوظنامه به د راتلونکې شنبې- خالي په ورځ په قطر کې د نړيوالو څارونکو په وړاندې لاسليک کېږي، چې ورسره به د افغانستان نه د امريکا د 13000 عسکرو د وتلو لړۍ پېل شي او په افغانستان کې به د افغانانو تر منځ هم د واک اختيار د شريکولو په اړه خبرې کېږي.
د امريکا او طالبانو تر منځ کېدونکې لوظنامې يو وار بيا په افغانانو کې داسې اندېښنې خورې کړي چې ګنې امريکا بيا دوی پرېږدي او د افغانستان نه زر تر زره وتل غواړي، لکه څنګه چې يې د مجاهدينو په وخت کې کړي وو. چې بيا په 1990م کال کې په افغانستان کې سخت دریځه طالب وسله وال په واک کې راغلي وو.

خو د افغان سولې لپاره د ا مريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دغه اندېښنې بې ځايه بللې، نوموړي هفته وړاندې په ګاونډي پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د يوې غونډې په وخت دغه اندېښنې رد کړې وې او ويلي يې وو که امريکا د افغانستان نه په تېښته وای نو بيا د ده د سولې د خبرو څه حاجت وو، ځکه چې امريکا ته د افغانستان نه د خپلو پوځونو د ويستلو دپاره د چانه د اجازت اخیستو حاجت نه شته، امريکا به بيا په وخت خپل پوځونه ويستلي وای.

که څه هم د فرورۍ په 29مه نېټه امريکا او طالبان په قطر کې د يو تړون په دستخط کولو صلاح شوي خو څېړونکي اندېښمن دي چې په افغانستان کې د صدارتي انتخاباتو کشاله به په دغې تړون بدې اغېزې اچوي.

د افغانستان خپلواک انتخابي کمېشن په دغو صدارتي انتخاباتو کې د اشرف غني د ګټلو اعلان کړی خو د هغه مخالف عبدالله عبدالله دغه نتيجې رد کړي او په کابل کې يې د خپل بېل حکومت جوړولو ګواښ کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG