لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان :ځېنې قوتونه دافغان سولې دتړون مخې ته خنډان راولاړوي،امریکا مو پرې خبر کړې ده


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي ځېنې قوتونه سیمه کې دثبات غوښتونکي نه دي ځکه هغوئ دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې تړون کې دخنډانو راولاړولو هڅې کوي.

ملتان کې خبریالانو ته دبهرنیو چارو وزیر ویلي “دغه قوتونه غواړي چې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې تړون ونه شي اؤ افغانستان کې دې د وینې توئیدنه اؤ بمي چاودنې همداسې دوام وکړي خو پاکستان دهغوئ دناوړه عزائمو څخه امریکا خبر کړې ده”

دپاکستان دولتي خبري شبکې ای پي پي پخپل راپور کې دشاه محمود قریشي له خولې ویلي “مونږ د سولې مخې ته د خنډانو راولاړونکو څخه امریکا خبرې کړې ده اؤ مونږ ته به له هغوئ ځان ساتل وي”

هغه پخپلو څرګندونو کې نه ده واضحه کړې چې دسولې مخې ته خنډان څوک راولاړوي خو په افغانستان کې دا مهال دصدارتي ټاکنو پسر دسیاسي قوتونو ترمنځ سختې ناندرې پیدا شوي اؤ صدارتي ټاکنو کې ناکام اعلان کړل شوي کاندید عبدالله عبدالله دخپلسره حکومت جوړولو اعلان هم کړی دی.

شاه محمود قریشي وایي پاکستان نړۍ په دې خبره قانع کړې ده چې افغان شخړه یوازې دخبرو اترو دلارې هواریدی شي.

هغه زیاته کړې چې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې خبرو کې پاکستان په بشپړې دیانتدارۍ سره د اسانیو پیدا کوونکي رول ترسره کړی دی اؤ نن چې معامله دهواري درشل ته ننوتلې نو په دې کې دپاکستان یو مهم رول دی.

امریکا اؤ‌ طالبان چارواکو پخلی کړی چې د روانې میاشتې په ۲۹مه نېټه قطر کې د سولې په تړون لاسلیک کوي اؤ په دې تړون دلاسلیک نه وړاندې دواړه خواوې دتشدد دکچې په راټیټولو هم متفق شوي دي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني اوړمه ورځ هیله ښودلې وه چې دتشدد دکچې راټېټیدل به افغانستان کې د اوربند لامل شي.

هند ته دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ دسفر په اړوند دیوې پوښتنې په ځواب کې شاه محمود قریشي ویلي صدر ټرمپ به ډير زر دپاکستان سفر هم وکړي اؤ هغه هیله لري چې نوي ډيلي ته پخپل سفر کې به ښاغلی ټرمپ دکشمیر په خلکو کیدونکي زیاتي باندې هم وغږیږي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG