دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ په دوه ورځني رسمي سفر هند ته رسیدلی اؤ دغلته ورته د هند وزیراعظم نریندره مودي اؤ نورو چارواکو داحمد اباد په هوایي ډګر تود هرکلی ویلی دی.
صدر ټرمپ سره په دې سفر کې دهغه میرمنه منیلا ټرمپ هم ملګرې ده اؤ دوئ به د هند د درېوؤ ښارونو سفرونه کوي.
دا هند ته دکوم امریکایي صدر اتم اؤ د ډانلډ ټرمپ وړومبی رسمي سفر وي.
هند ته د صدر ټرمپ د رسیدو نه وړاندې په دغه هیواد کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي اؤ دامریکا غږ د راپور په اساس دهغه دامنیت دپاره درې کمربندونه یا امنیتي قطعات جوړ کړل شوي دي.
دې ترڅنګ د دنګو ودانیو په سرونو هم نخښه ویشتونکي ځواکونه چمتو ودرول شوي دي.
ټاکل شوې ده هند ته دخپل سفر په مهال به صدر ټرمپ یو شمیر دستورو کې برخه واخلي اؤ هندي چارواکو سره به دسیمې اؤ نړۍ په مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي .
هند ته له روانیدو وړاندې داتور په شپه صدر ټرمپ په هندي ژبه یو ټوئټ هم کړی اؤ په دغه ټوئټ کې یې لیکلي” زه ډير زر هند ته رسیدونکی یم ،مونږ تر ټولو وړومبی اؤ غوره یو”
هند ته صدر ټرمپ خپل دا وړومبی رسمي سفر په داسې حال کې کوي چې د کشمیر دشخړې په سر دګاونډي هیواد پاکستان سره دهند اړېکې سختې تاوژنې شوي دي اؤ بل لوري ته افغانستان کې دسولې دپاره په روانه اوونۍ کې امریکا دطالبانو سره په یو تړون هم لاسلیک کوي.
څېړونکي هند اؤ پاکستان په افغانستان کې دوه ستر رقیب هیوادونه ګڼي اؤ دغه دواړه هیوادونه افغانستان کې مهم رول هم لري.