لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران او افغانستان کې کورونا وايرس، پاکستان ته خطر نور زيات شوی


په درې ګاونډي هېوادونو کې د کورونا وايرس مخې ته راتلو وروستو په پاکستان کې هم دا پوښتنې راولاړېږي چې څنګه به له دې ناروغۍ اولس ځان ژغوري.

بل اړخ ته هغه مور پلار چې بچي يې په چين کې ګېر دي، غوښتنه کوي چې د دوي بچي د چين نه بېرته راوستل شي ځکه چې اوس دا وايرس په ګاونډي هېوادونو او نړيواله کچه خور شوی دی.

په دغه ځوانانو کې يو اذلان خان هم دی چې د سبق لپاره په چين کې موجود دی. د هغه پلار ډاکټر نهار علي د پاکستان په حکومت غږ کړی چې د هغوي بچي دې ژر تر ژره بېرته راوستل شي.

د ځيني راپورونو ترمخه په ګاونډي هېواد افغانستان په هرات ښار کې د کورونا وايرس درې مشکوک مريضان په روغتون کې داخل وو چې پکې په يو تن کې د دغه وايرس تصديق شوی دی. هم دا راز په ايران کې شاوخوا ۱۲ کسان له دې ناروغۍ مړه او ۶۶ اغېزمن شوي دي.

ځيني سرچينې دا هم وايي چې په ايران کې د مړو شمېر تر پنځوستو زيات دی خو په حکومتي کچ د دې پخلی نه دی شوی.

د چين په ووهان ښار کې په لومړي ځل دا ناروغي مخې ته راغلې وه چې تر اوسه ترې په ټوله دنيا کې شاوخوا دوه زره شپږ سوه کسان مړه شوي دي. د دې ترڅنګ د اغېزمن کسانو شمېر تر اتيا زره رسېدلی.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليس روغتون د دې ناروغۍ لپاره په بيړني توګه مختص کړی شوی دی.

د ياد روغتون وياند ډاکټر افريدی وايي چې په هوايي ډګرو او نورو پُولو د دې مرض د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړی شوي دي او که چرته دا وايرس دلته هم ښکاره شو نو په روغتون کې د علاج پوره پوره انتظام موجود دی.

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې د چارواکو ترمخه د دې وايرس نه اغېزمن په صوبه کې شاوخوا دېرش مشکوک مريضان مخې ته راغلي دي خو د ناروغۍ تصديق لا هم نه دی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG