لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند ته دصدر ټرمپ دسفر په مهال ډيلي کې قهر ژنې مظاهرې پیل شوي دي


\
\

دهند په پلازمینه نوي ډیلي کې پرله پسې په دویمه ورځ هم حالات تاوژن دي اؤ د د وګړتوب د لانجمن قانون په ضد پاریدلو مظاهره چیانو دقهره ډکو مظاهرو اؤ اړي ګړي ته دوام ورکړی.

نړیوال مطبوعات وایي تر اوسه په دې قهرژنو مظاهرو کې دپولیس عسکر په ګډون پینځه کسان وژل شوي اؤ شا وخوا۵۰ نور ژوبل شوي ديږ

په نوي ډیلي کې دا قهرژن احتجاجونو په داسې مهال کیږي چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پخپل دوه ورځني سفر هند کې موجود دی.

صدر ټرمپ د دوشنبې په ورځ دهند احمد اباد ته رسېدلی ؤ چې له هغې وروسته دنوي ډیلي په شمال ختیز سیمو کې د وګړتوب دقانون په ضد له اړې ګړي ډکې مظاهرې پیل شوي اؤ ددغه قانون په پلوۍ اؤ مخالفت کې د راولاړو شوؤ کسانو ترمنځ دنښتو لړۍ پیل شوې ده.

دامریکه غږ اردو څانګې د راپور له مخې نن د سه شنبې په ورځ هم په دغو سیمو کې پاریدلو مظاهره چیانو د. اور وژنې دوه ګاډي سوځولي اؤ په کاڼو د ویشتل کیدو له امله د اور وژونکې عملې درې مامورین ژوبل شوي دي.

دنوي ډیلي پولیسو پخپل یو بیان کې ویلي چې حالات تاوؤن دي اؤ دبیلابیلو سیمو څخه ورته د اړي ګړي اؤ لوټمار په هکله ټيلي فونونه کیږي.

راپور وایي د حالاتو خرابیدو له امله د هند دکورنیو چارو وزیر امت شاه د صدر ټرمپ د هرکلي دپاره جوړه شوې دستوره په نیمایي کې پرېښودې اؤ ځان یې نوي ډيلي ته رسولی دي.

دکورنیو چارو د وزیر په مشرۍ نوي ډيلي کې جوړې شوې بېړنۍ غونډه کې د ډیلي دپولیسو مشر اؤ نورو چارواکو برخه اخستې ده.

داحتجاجونو اؤ اړي ګړي له پېښو وروسته چارواکو د ډيلي په شمال ختیزو سیمو کې دفعه ۱۴۴ هم پځائ کړې ده چې له مخې یې په لویو غونډو بندیز لګول شوی.

د ډیلي حکومت دنهې په ورځ په شمال ختیزو سیمو کې د ټولو دولتي اؤ غیر دولتي تعلیمي ادارو د تړلو امر کړی دی.

هندي میډیا ویلي پلازمینه کې دا قهرژن احتجاجونه د یو پلان لاندې په داسې موقعه پیل کړل شوي چې امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ هند کې موجود دی اؤ د اړي ګړي مقصد د صدر ټرمپ پام د هند د وګړتوب قانون ته ګرځول دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG