دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ اندېښنه لري چې دکشمیر په شخړه دوه ایټمي قوتونه یو بل ته مخامخ ولاړ دي اؤ ټرمپ په دې پوهیږي چې د دواړو هیوادو ترمنځ هر رقم کړکیچ ټوله نړۍ اغېزمنه کولی شي.
دپاکستان دجیو ټيلی ویژن یو پروګرام کې داتوار په ورځ ښاغلي قریشي ویلي هند اؤ پاکستان کې امن اؤ ثبات دکشمیر دشخړې هواري سره تړل شوی اؤ هند باید سیمه کې د امن د ودې دپاره خپل لاس راوړاندي کړي.
دګل په ورځ دهندوستان احمداباد ته په رسیدلو جوړې شوې یوې سترې دستورې ته پخپله وینا کې دامریکا صدر ډانلډ ترمپ ویلي وؤ د ترهګر تنظیمونو او وسله والو ډلو د چقولو په لړ کې د پاکستان سره په مثبت انداز کې پرمختګ شوی دی.
خو هندي چارواکي بیا وخت په وخت تورونه لګوي چې په پاکستان کې ترهګرې ډلې یو ځل بیا منظم کیږي اؤ نړۍ ته پاکستان جوخت نظر ساتل پکار دي.
شاه محمود قریشي وویل هند کې دصدر ټرمپ لخوا دپاکستان ستائنه د ډاډ وړ ده اؤ دا ښایي چې دپاکستان په بابله دامریکا دریځ کې یو غوره بدلون راغلی دی.
تر دې دمخه صدر ټرمپ اؤ نورو امریکایي چارواکو هم په کراتو،کراتو دترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.
دبهرنیو چارو وزیر هیله ښکاره کړې ده چې صدر ټرمپ به دهند سفر کې هندي مشرانو سره د کشمیر په شخړه هم وغږیږي.
دیوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي چې افغانستان کې دسولې په لړ کې پاکستان پاکستان غوره کردار ترسره کړی اؤ دامریکا په ګډون ټوله نړۍ دپاکستان ددې کردار ستائنه کوي.