لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجاب حکومت: د علاج لپاره نوازشریف ته ورکړل شوې موده نوره نه غزوو


واشنګټن ــــ د پاکستان د پنجاب صوبې حکومت نواز شریف ته له هېواده بهر د علاج لپاره د ورکړل شوي وخت د ضمانت درخواست رد کړی او وایي چې هغه ته نور ضمانت نه ورکوي. وایي اوس به دا پرېکړه مرکزي حکومت ته لېږي چې هغه په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د نوازشریف ورور او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مشر شهباز شریف د پنجاب حکومت د دې پرېکړې غندنه کړې او په یوه بیان کې یې د پنجاب حکومت دغه پرېکړه د واکمنو ظرفي او د سیاست انتقام ثبوت بللې.

د پنجاب حکومت صوبایي کابینې دا پرېکړه د نهې- سه شنبې په ورځ‌ پخپله غونډه کې کړې ده. د پنجاب د قانون وزیر راجه بشارت ویلي، عدالت حکم کړی وو چې نواز شریف دې د اتو اوونیو لپاره خوشي کړل شي خو ۱۶ اوونۍ تېرې شوې چې هغه د علاج لپاره بهر تللی.

د پنجاب حکومت د کابینې په غونډه کې حکومتي غړو د پخواني وزیراعظم نوازشریف د روغتیا په اړه رپوټونو باندې وړاندیزونه ورکړل او په پای کې د هغه د ضمانت د نه غزولو پرېکړه وکړه ځکه وایي د خپلې روغتیا په اړه داسې رپوټ نه دی ورته وړاندې کړی چې په بنیاد یې د هغه ضمانت وغزول شي.

د کابینې تر غونډې وروسته د قانون وزیر راجه بشارت رسنیو ته وویل، چې نواز شریف یې د حکومت مېډیکل بورډ او کمېټۍ ته د خپلې روغتیا په اړه کره رپوټونه وړاندې نه کړل او کوم رپوټ چې یې ورته وړاندې کړی په هغه یې مېډیکل بورډ ډاډمن نه شو.

نوازشریف د چودري شوګر مل او العزیزیه ریفرنس په دوو جلا مقدمو کې په بډو رشوتونو تورن دی، هغه ته د اووه کالو بند سزا اورول شوې او بندي وو، خو د لاهور هایکورټ په تېره نومبر میاشت کې هغه ته د علاج لپاره له هېواده بهر د تلو اجازت ورکړ.

عدالت نواز شریف ته د علاج لپاره د اجازت ورکولو پر درخواست په خپله پرېکړه کې ویلي وو،‌ چې که په اتو اوونیو کې د هغه صحت ښه نه وو نو بیا د ضمانت غزولو لپاره د پنجاب حکومت ته درخواست ورکولای شي.

د پنجاب د روغتیا وزیره ډاکټر یاسمین راشد وایي، نواز شریف چې دا مهال په لندن کې په هیڅ یو روغتون کې داخل نه دی او په کور کې اوسېږي نو د دې مطلب دا دی چې هغه اوس ښه دی او روغتیا ته یې هیڅ‌ خطر نه شته. مېرمن یاسمین وایي:

"د ده د صحت په اړه رپوټ کې دعوه شوې چې هغه سفر نه شي کولای، خو تر شپاړسو اوونیو تېرېدو باجود هم د هغه علاج شروع نه شو، نو له دې ښکاري‌ چې معامله دومره سنجیده نه ده".

د نواز شریف په ګډون پر شهباز شریف، د هغه پر لور مریم نواز او زوم مېجر صفدر او د مسلم لیګ ن ګوند پر یو بل پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، پخواني مرکزي وزیر احسن اقبال او ځینو نورو مشرانو باندې هم د احتساب د مرکزي ادارې (نېب) له خوا د کرپشن تورونه دي چې ځینې یې بندیان او ځینې په ضمانت خوشي شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG