لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا وایي اشرف غني د لوړې مراسم وځنډول خو افغان حکومت څه نه دي ویلي


واشنګټن ــــ امریکې هغه رپوټونه تایید کړل چې وایي د انتخاباتو د نتایجو له کبله پیدا شوي اختلاف ته په پام د سولې بهیر ته د زیان اوښتو له ډاره له افغان حکومته د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم ځنډېدل غواړي، خو افغان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې- نهې په ورځ‌ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دې لپاره چې افغانانو ته د دې کشالې د حل لپاره مناسب وخت ورکړل شي "موږ له افغان حکومته مننه کوو چې د ولسمشرۍ دفتر د پرانیستنې [د لوړې مراسمو] پر ځنډولو راضي شول".

افغان حکومت لا د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو د ځنډولو په اړه څه نه دي ویلي او ټاکل شوې چې دغه مراسم په روانه اوونۍ کې تر سره شي، چې په د ګډون لپاره په افغانستان کې دننه او بهر خلکو ته بلنې هم ورکړې شوې وې.

امریکا ویلي دا چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړی خو وایي د انتخاباتو د بهر شفافیت اندېښنې را پورته کړې دي او تمه لري‌ چې د افغانستان آیین او قانون ته په پام به د حل لار ورته ولټول شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې پر نوي افغان حکومت ږغ کړی ټولو ته دې پکې برخه ورکړي چې د ټولو افغانانو د هیلو استازیتوب وکړي:

"د دې هېواد مشران او د هغوی ملاتړي باید دا باور ورکړي چې خپل سیاسي بحثونه په ارام بې له ګواښ او تشدده تر سره کړي او د هېواد له ناارامه کولو دې ډاډه وکړي، په ګډون د هغو هڅو چې ویل کېږي موازي حکومت به جوړ شي دا د افغانستان د آیین او قانون خلاف ګام دی".

امریکا وایي د موازي حکومت د جوړولو او د هېواد د ناارامه کولو هڅې کولای شي چې د دې هېواد خپلواکي او یووالی- چې امریکا یې کلک ملاتړ کوي- له پوښتنې سره مخ کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولس دا مهال سولې ته اړتیا لري:

"دا وخت د دې نه دی چې انتخاباتي سیاست ته توجه وشي بلکې د همېشنۍ سولې پر لور د ګام اخیستو وخت دی چې له طالبانو سره جګړه ختمه شي او د سیاسي روغې جوړې لپاره په بین افغاني خبرو کې- چې هیله من یو په مارچ کې به پیل شي- لاره ولټول شي چې د دې هېواد ټولو وګړو ته یې ګټه وي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو هم نن په یو جلا خبري کانفرنس کې د وینا په مهال وویل،‌ چې له طالبانو سره د تشدد د کموالي اوونۍ روانه ده او که د فرورۍ پر ۲۹مه د سولې تړون لاسلیک شي‌ نو وایي د افغانانو تر منځ‌ خپل منځي خبرې به ژر پیل شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن تر څه کم پینځه میاشتني ځنډ وروسته د فرورۍ پر ۱۸مه د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستي نتایج خپاره کړل او اشرف غني یې د هېواد د دویم ولسمشر په توګه اعلان کړ،‌ خو د هغه سیال عبدالله عبدالله له دغو نتایجو انکار کړی او وایي چې په افغانستان کې به خپل بېل حکومت جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG