لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه پاکستان څخه دافغان کډوالو دبېرته ستنولو لړۍ پیل کوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په پاکستان کې ميشته افغان کډوالو په خپله خوښه د بيرته ستنيدو پلان يو وارې بيا اعلان کړې، چې د مارچ د دويمې نيټې څخه به پیل کیږي

دا په داسې حال کې ده چې دافغان سولې خبرې هم وروستي پړاؤ ته رسيدلې دي او هیله ښودل کیږي چې د فرورۍ په ٢٩مه نيټه به دامریکا اؤ‌ طالبانو ترمنځ دسولې ترون لاسلیک شي.

دملګرو ملتونو دکډوالوادارې (يو۔اين۔ايچ۔سي۔ار ) په پاکستان کې وياند قيصرافريدي ډيوه نيوز ته ويلي ،د کډوالو په خپله خوښه دبيرته ستنيدو دپاره يي انتظامونه سرته رسولي او د دغه مقصد دپاره يي دوه مرکزونه هم پرانستي چې يو په نوښار خيبرپښتونخواه\ اؤ بل په بلوچستان کې دی.

نوموړي زياته کړه بيرته ستنيدونکو ته دنورو اسانتياوو ترڅنګ سړي سر دوه سوه امريکايي ډالره ورکول کیږي.

قيصر افريدي وويل ، د سولې په خبرو اترو هم نظر ساتي او دغه لوظنامې لوري ته مثبت پرمختګ ډير ګټور دی چې په کډوالو به هم ښه اغيزې ولري ۔

د ملګرو ملتونو دکډوالوادارې تر مخه دا وخت پاکسان کې ٥٤ دکډوالو کيمپونه دي، چې دغو کې ٤٣ خيبر پښتونخوا ، ١٠ بلوچستان او يو د پنجاب په ميانوالي کې موجوددی.

دغه ډول د يو۔اين۔ايچ۔سي۔ار سره د راجسټر کډوالو شمير ١٤ لکه ده ۔ بيا چې حکومت ورله کال ٢٠١٧ او ٢٠١٧ کې اندراج کړی هغه ٨ لکه او ٨٠ زره ښودل کيږي.

ددې تر څنګ حکومت وايي ١٥ لکه کډوال داسې دي چې هيڅ ډول سند يا کاغذونه نه لري ۔

دملګروملتونو د کډوالو ادارې تر مخه دافغانستان حکومت اونړيوالې ورورولۍ بيرته ستنيدونکو کډوالو دپاره ١٥ داسې ځايونه ځانګړي کړي چې په زياته شميره کې ورته کډوال تلل شي .

د دغه ادارې تر مخ کال ٢٠٠٢م نه په ديخوا ٤٤ لکه کډوال بيرته افغانستان ته تللې دي

څيړنکاران طمه څرګندوي ، د سولې لوظنامې وروستو به پاکستان څخه د بيرته ستنېدونکو کډوالو شميره کې زياتوالې اوليدل شي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG