لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو:افغان سیاسي اړخونه دې دسیاسي بې ثباتۍ اؤ ستونزو پیدا کولو نه ډډه وکړي

دناټو عمومي منشي سټولټنبرګ د افغانستان په ټولو سیاسي مشرانو غږ کړی چې دداسې ګامونو څخه باید ډډه وکړي چې افغانستان کې دسیاسي بې ثباتۍ اؤ دنورو ستونزو زیږولو لامل جوړیږي.

دچهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې دناټو عمومي منشي ویلي افغانستان کې دترسره شوؤ صدارتي ټاکنو په اړوند کې څوک هر ډول اندېښني لري باید داساسي قانون په چوکاټ کې دقانوني لارې پخپلو سره په وړاندې تګ وګړي.

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان دټولټاکنو خپلواک کمیسیون په ترسره شوؤ صدارټی ټاکنو کې د دوهم ځل دپاره هم موجوده ولسمشر اشرف غني بریالی اعلان کړی اؤ دهغه مخالف کاندید عبدالله عبدالله دټاکنو دنتیجو منلو څخه په انکار دخپل لوري دحکومت جوړولو اعلان کړی دی.

عبدالله عبدالله تر دې مهاله د څو ولایتونو دپاره والیان هم معرفي کړي دي خو بل لوري ته ټاکل شوې وه چې سبا د زیارت په ورځ ولسمشر اشرف غني دخپل منصب سمبالولو لوړه کوي خو نړیوال مطبوعات وایي دلوړې دغه مراسم دامریکا په غوښتنه ځنډول شوي دي.

دناټو سرمنشي ویلي ټول سیاسي ځواک باید د سولې پر خبرو بوخت شي او ټول باید سولې بهیر په برخه کې چې د ټولو افغانانو هیله ده، سره یو شي.

په افغانستان کې دسولې راوستلو دپاره امریکا دتیرو دوؤ کالو راهسې قطر کې طالبانو سره په خبرو اترو بوخته وه اؤ اوس دواړه خواوې دسولې په یو غوڅ تړون اتفاق ته رسیدلي چې ټاکل شوې ده په دغه تړون به دفبرورۍ په ۲۹مه دوحه کې لاسلیکونه وشي

XS
SM
MD
LG