لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند دافغان سولې مخې ته د هر رقم خنډانو راولاړولو هڅه کړې ده،دپاکستان تور


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په هند تور لګولی چې افغان سوله کې یې د هر رقم خنډانو راولاړولو هڅه کړې ده .

هغه وایي دسولې مخې ته دهند لخوا دخنډانو راولاړولو دهڅو باجود د امریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې تړون ته رسیدل یو خورا مهم بریالیتوب دی.

تیره اوونۍ هم دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر په ملتان کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې دسیمې ځېنې قوتونه افغانستان کې دامن مخې ته د خنډانو راوړولو هڅې کوي خو پاکستان امریکا دهغوئ د ناوړه هڅو څخه خبر کړې ده.

خو تر اوسه هندي چارواکو د شاه محمود قریشي دې رقم تورونو ته کوم رسمي ځواب نه دی ویلی.

شاه محمود قریشي چې دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې دتړون دلاسلیک دستوره کې دبرخې اخستو په موحه قطر ته رسیدلی دوحه کې یې خبریالانو ته ویلي هیله ده سبا(شنبه) به امریکا اؤ طالبان افغانستان کې دسولې په تړون لاسلیک وکړي.

هغه وویل” پاکستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده چې هغه دلاسلیک په دستوره کې برخه واخلي اؤ دسولې دتړون برخه جوړه شي چې دا دپاکستان دپاره د ویاړ خبره اؤ زمونږ د غوره هڅو اعتراف دی”

تر دې دمخه شاه محمود قریشي پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې دسولې دپاره دطالبانو مذاکراتو ته کېښنول یو ګران کار ؤ خو پاکستان پخپلو هڅو طالبان اؤ امریکا دمذاکراتو میز ته کښینول چې ددې ستائنه نن ټوله نړۍ کوي.

امریکا ،هند اؤ افغان چارواکو د تیرو اتلسو کالو راهسې دپاکستان په افغان پالیسۍ نیوکې کولې اؤ زیاتره وخت یې تورونه لګول چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو پالنه اؤ ساتنه کوي خو په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو افغان سوله کې دپاکستان د کردار ستائنه کړې ده.

داطلاعاتو په هکله دپاکستان د وزیراعظمم ځانګړې معاونې فردوس عاشق اعوان هم دجمعې په ورځ پخپل یو ټوئټ کې ویلي چې افغانستان کې دامن لوري ته تګ د وزیراعظم عمران خان د دریځ ګټه اؤ دپاکستان دپوځ دمثالي کردار عکاس دی.

هغې ویلي پاکستان دطالبانو اؤ او نورو اړخونو ترمنځ دسولې په تړون دلاسلیک هرکلی کوي اؤ په دې موقعه به شاه محمود قریشي دپاکستان استازیتوب کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG