لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:پاکستان غواړي امریکایي ځواکونه افغانستان څخه په مسولانه ډول اوځي

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي پاکستان دافغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په مسولانه توګه وتل غواړي.

شاه محمود قریشي چې امریکې اؤ طالبانو ترمنځ په سوله دتړون دلاسلیک دستوره کې دپاکستان په استازیتوب دوحه کې موجود دی، د رائټرز خبري اژانس د راپور په اساس ویلي یې دي” نن یوه مهمه ورځ ده”

ښاغلي قریشي هیله ښکاره کړې ده چې دسولې تړون به افغانستان کې امن اؤ ثبات راولي اؤ ددې ترڅنګ به بین الافغاني خبرو اترو ته هم لاره هواره کړي.

شاه محمود قریشي په دوحه کې دافغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیلزاد سره هم لیدنه کړې اؤ نړیوال مطبوعات وایي په دې لیدنه کې خلیلزاد هغه ته افغان سولې په اړوند دنوؤ پرمختګونو احوال هم تیر کړی دی.

شاه محمود قریشي ویلي دي چې پاکستان به افغانستان کې دسولې دپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي خو ددې ترڅنګ به دافغانستان دبیا جوړونې اؤ بحالۍ په کارونو کې نړیوالې ټولنې ته هم افغانستان ته دمرستو لاس ورغځول وي.

ټاکل شوې ده امریکا اؤ طالبان نن افغانستان کې قابو د دوؤ لسیزو راهسې د روانې اوږدې جګړې پائ ته د رسولو دپاره دسولې په تړون لاسلیکونه کوي.

دسولې دتړون کوم جذئیات چې تر دې مخه د نړیوالو مطبوعاتو د راپورونو په اساس مخې ته راغلي دهغې له مخې دسولې په تړون دلاسلیک نه وروسته به امریکا افغانستان څخه پړاؤ په پړاؤ دخپلو ځواکونو شمیره کموي اؤ طالبان به دالقاعده په ګډون نورو ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ دسولې خبرې د تیرو دوؤ کالو راهسې قطر کې روانې اؤ څو کرته دا خبرې دتلخۍ اؤ ګډوډۍ ښکار شوې هم وې خو په دې وروستیو کې دواړه خواؤ اعلان وکړو چې دسولې په یو غوڅ تړون اتفاق ته رسیدلي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG