لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: که طالبان د لوظنامې سرغړونه کوي امریکا به بیا جګړې ته ځي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي، هغه ګڼي په کومه لوظنامه چې طالبانو لاسليک کړی هغه (ټرمپ) پکې سنجيده دی خو ورسره يې خبرداری ورکړی که دا ناکامه شوه نو امریکا بيا جګړې پله تلی شي.

صدر ټرمپ ويلي که حالات خرابيږي نو امریکا به په پوره پوځي قوت سره بيرته راځي.

نوموړي د خالي، شنبې په ماښام په سپينه ماڼۍ کې خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي، امريکا وه چې د افغانستان مرسته يې وکړه او امن پله پرمختګ وشو.

نوموړي د سولې د لوظنامې په اړه طالبانو ته خبرداری ورکړی چې کومې ژمنې شوي د هغې سرغړونه ونه کړی شي.

نوموړي دا هم ويلي چې د طالب مشرانو سره به په خپله وويني او په دې کار کې به ډېرې ورځې ونه لګي.

هغه وويل طالبان د جګړې نه بېزاره شوي وو.

په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې ۱۹کلنه جګړې وروسته پرون د خالي، شنبې په ورځ (۲۹م فرورۍ) د قطر په دوحه ښار کې د امریکا او طالبانو تر منځه د افغانستان سولې په اړه لوظنامه لاس لیک شوه چې تر مخه به يې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه او په افغانستان کې پرځاې زرګونو امریکايي عسکر بیرته امریکا ته راستنیږي.

په دوحه کې دغه تاریخي لوظنامه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یوې لنډې دستورې وروسته لاس لیک کړې. په دغه دستوره کې د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو او د یو شمیر هیوادونو خارجه وزیران هم ناست وو.

د لوظنامې لاس لیک کیدو وروسته سپېنې ماڼۍ یا واېټ هاوس په یو بیان کې ویلي د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ خپله هغه ژمنه پوره کړه چې په بهرنۍ جګړو کې بوخت امریکايي عسکر به خپلو کورونو ته راستنوي او په افغانستان کې به سولې لپاره کار کوي.

د سولې لوظنامې لاندې به واشنګټن او ایتلافیان په راروانو ۱۴ میاشتو کې د افغانستان د پینځو پوځي مرکزونو نه د خپلو عسکرو ویستل پیلوي او ددغې په بدل کې دا ضمانت ورکړل شوی چې د افغانستان خاوره به د خارجي ترهګرو ډلو پناه ځاې نه جوړیږي.

د لوظنامې تر مخه په لومړیو ۱۳۵ ورځو (څلورنیمو میاشتو) کې به په افغانستان کې پرځاې ۱۳۰۰۰ امریکايي عسکرو شمیره ۸۶۰۰ ته راکموي.

د امریکا او طالبانو تر منځه شوې لوظنامې لاندې طالبانو دا ژمنه کړې چې په جنګ ځپلي افغانستان کې به د امن سره تړلې ټولو ډلو لکه افغان حکومت، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او عامو افغانانو سره به د مستقلې سولې او د واک اختیار شریکولو لپاره خبرې اترې کوي.

تمه ده دغه بین الافغاني خبرې اترې په راروانو ۱۰ ورځو کې پېل شي. او په دغه موده کې به افغان حکومت ۵۰۰۰ قیدي طالبان خوشي کوي چې په بدل کې به يې طالبان ۱۰۰۰ هغه بندیان خوشي کوي چې د طالبانو په ولقه کې دي.

په دوحه کې د سولې لوظنامې لاس لیک کیدو په وخت د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو ویلي"د دې لوظنامې به هیڅ معنا نه وي او دا نني ښه احساسات به پاتې نه شي، که چرې مونږ ریشتوني ګامونه پورته نه کړل او خپلې هغه ژمنې مو پوره نه کړې کومې چې مونږ کړي".

ماېک پمپیو ټینګار کړی چې په اخیره کې به د افغانستان د راتلونکې فیصله افغانان په بین الافغاني خبرو اترو پخپله کوي " د امریکا او طالبانو ترمنځه لوظنامه به افغانانو ته د دغې لپاره حالات جوړوي".

د وسله والو طالبانو مشر هیبت الله اخونزاده د چا په اړه چې ګمان کیږي چې په پاکستان کې ژوند کوي په خپلو پلویانو غږ کړی چې د لوظنامې احترام دې کړي. نوموړي مطبوعاتو ته په لیګل شويپه خپل یو بیان کې د خپل ډلې د بریا اعلان هم کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG