لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د ملا برادر سره په ټيليفون خبرې کړي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د افغان سولې دپاره د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر ملا برادر سره په ټيلیفون خبرې کړي دي، طالبانو ويلي طالب مشر چې په قطر کی دی امریکايي صدر ورسره په ټيليفون ۳۵ دقيقې (منټه) خبرې کړي دي.

طالبانو د دغو خبرو په اړه بيانونه خپاره کړي دي.

او صدر ټرمپ هم په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، د طالبانو د مشر سره يې خبرې کړي او ښه خبرې يې شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي د دغو ټيليفوني خبرو په مهال څو نور طالب مشران او د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم موجود وو.

د طالبانو د قطر د مذاکراتي ډلې وياند سهېل شاهين ويلي، ملابرادر امریکايي صدر ته وويل، که امریکا د دوی سره د سولې په توافقنامه عمل وکړي نو په راتلونکې کې به مثبتې اړيکې ولري.

هغه ويلي دواړو فريقو د توافقنامې په عملي کولو اوږدې خبرې کړي دي.

هغه دا هم ويلي صدر ټرمپ په خبرو کې وويل چې د بهرنيو چارو وزير به يې ډېر زر د کابل سره خبرې وکړي او د بېن الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډان به لرې شي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د ملا برادر سره خبرې په داسې حال کې کړي چې په ۲۹م فرورۍ امريکا د طالبانو سره د سولې په موافقنامه لاسليک کړی دی.

په ياده توافقنامه کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د افغانستان څخه وتلو او په افغانستان کې د امنيت ټينګ ساتلو ترڅنګ د طالب بنديوانو د خوشي کولو هم ويل شوي دي.

خو د افغانستان ولسمشر اشرف غني ويلي دوی د بنديوانو د خوشي کولو هيڅ ژمنه نه ده کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG