لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو پخپلو تازه بریدونو کې ۲۰افغان سرتیري وژلي دي


دطالبانو لخوا په افغان ځواکونو دبریدونو داعلان نه وروسته افغان چارواکي وایي تیره شپه طالبانو په افغان ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه کړي چې پکې ۲۰ افغان سرتیري وژل شوي دي.

نړیوالې خبري شبکې ای ایف پي دکندوز د ولایتي شورا دغړي صفي الله امیري له خولې پخپل راپور کې ویلي” دامام صیب ولسوالۍ کې طالبانو درې امنیتي پوستې په نخښنه کړي چې پکې ۱۰دملي اردو سرتیري اؤ څلور پولیس وژل شوي”

همدا شان طالبانو اروزګان ولایت کې هم په پولیسو برید کړی اؤ ددغه ولایت د والي ویاند زړګي عبادي ای ایف پي ته ویلي چې په دې برید کې شپږ پولیس وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي دي.

دطالبانو ویاند ذبیج الله مجاهد اوړمه ورځ رسنیو ته ویلي وؤ افغانستان کې چې دبوې اوونۍ دپاره دتشدد دکچې په راټيټولو دطالبانو اؤ امریکا کوم اتفاق شوی ؤ هغه موده سرته رسېدلې اؤ له دې وروسته به طالبان په افغان ځواکونو اوس بیا خپل بریدونه پیلوي.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم تیره ورځ ویلي وؤ چې هغوئ دبهرنیو ځواکونو په ضد افغانستان کې خپله جګړه صفر ته رسولې ده خو دافغان عسکرو په ضد به جګړه دوامداره ساتي.

افغانستان کې دملي اردو اؤ‌ پولیسو په سرتیرو دا نوي بریدونه په داسې حال کې شوي چې تیره ورځ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دسولې دخبرو دپاره دطالبانو دمشر ملاعبدالغني برادر سره په ټيلي فون اوږدې خبرې کړې وې.

صدر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې هغه طالب مشرانو سره ښې خبرې کړي دي.

طالبانو د افغان ځواکونو په ضد دعملیاتو پیل کولو اعلان وروسته له هغې کړی چې په ۲۹مه فرورۍ قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دتړون لاسلیک کیدلو یوازې یوه ورځ وروسته افغان ولسمشر اشرف غني د۵۰۰۰طالب بندیانو له خوشې کولو انکار وکړو.

اشرف غني ویلي امریکا سره یې داسې هیڅ ژمنه نه ده کړې چې ګنې ۵۰۰۰طالب بندیان به خوشې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG