د امريکايي ميډيا په وېنا د امریکا استخباراتو ويلي طالبان د امریکا سره د افغانستان د سولې په کړو ژمنو عمل نه کوي.
اېن بي سي نيوز د امریکا د درې استخباراتي چارواکو له قوله دغه خبره کړې او ويلي يې دي طالبانو د سولې تړون د امریکايي ځواکونو د وتلو دپاره کړی دی.
په راپور کې ويل شوي چې امریکايي ځواکونه ووځي طالبان پلان لري چې د امریکا په ملاتړ په افغان حکومت برید وکړي.
امریکا او طالبانو د تېر خالي، شنبې په ورځ د سولې تړون کړی چې ترمخه به یې طالبان ترهګرو ته پټنځايونه نه ورکوي، امریکايي ځواکونه به ووځي او د افغان حکومت سره به بېن الافغاني خبرې کيږي.
دغه تړون به واشنګټن ته لاره هواره کړي چې د اوږدې موده دغه جګړه ختمه کړي او په ۱۴مياشتو کې به ځواکونه د افغانستان نه ووځي.
په تړون کې دواړو فريقو ويلي چې په يو بل به بريدونه نه کوي او وسله وال به د افغانستان په ښاري علاقو کې ځانمرګي او چاؤدنې نه کوي.
خو د تړون باوجود په دې اوونۍ کې په افغانستان کې جګړې او د تشدد پېښې شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيود زيارت، پنجشنبې په ورځ ويلي د روان تشدد باوجود،"دوی اوس هم باور لري چې د طالبانو مشرتابه د خپلو ژمنو په پوره کولو کار کوي".
طالب وسله والو ويلي د جمعې په ورځ په کابل کې بريد دوی نه دی کړی په کوم بريد کې چې ۳۲ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي وو.
داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.
د امریکا او طالبانو په تړون کې دا هم ويل شوي چې د نهې، سه شنبې د ورځې نه وړاندې به افغان دولت د طالبانو پينځه زره زندانيان خوشي کوي او طالبان به ۱۰۰۰ افغان سرتیري پرېږدي چې بيا بېن الافغاني خبرې پېل شي.
خو د تړون وروسته افغان ولسمشر ويلي د واشنګټن سره یې د طالب بندیوانو د خوشي کولو کومه ژمنه نه ده کړې.