لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې، ملګرو ملتونو او پاکستان په کابل کې د داعش برید غندلی


امریکې، ملګرو ملتونو او پاکستان پرون په کابل کې د داعش لخوا ترسره شوی بريد غندلی دی، په کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلين په مراسمو شوي بريد کې ۳۲ تنه وژ شوي وو.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي، امریکا د داعش لخوا په يوه راجوړه غونډه شوی بريد په کلکه غندي. هغه ويلي افغان اولس حق لري چې د ترهګرۍ د ويرې نه ازاد راتلونکی ولري.

د سويلي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت څانګې ويلي، په کابل کې د داعش بريد غندي، امریکا او افغان همکاران يې ژمن دي چې داعش ته به په افغانستان کې ماتې ورکوي.

امریکايي استازې اېلس ويلز ويلي، دوي ليدلي چې افغان ځواکونو په جګړو کې د پام وړ پرمختګ کړی او امریکايي ستاينه کوي، او د داعش ظلمونه به افغان ولس د دوی پرضد يو کړي.

د ملګرو ملتونو ملتونو عمومی سېکتر انتونيو ګېټرس هم د کابل برید غندلی او ويلي يې دي په عامو خلکو بريدونه هيڅ جواز نه لری بايد بریدګر د قانون منګولو ته راوستل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې شوی ترهګر بريد غندلی او ويلي يې دي پاکستان د افغان شخړې سياسي حل غواړي.

په کابل کې د جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په مناسبت دستوره کې ډاکټرعبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم و خو هغوی د برید څخه روغ وتلي.

داعش په کابل کې د حملې ذمه واري په داسې حال کې اخیستې چې یوه هفته وړاندې امریکا او طالبانو په قطر کې د سولې لوظنامه لاس لیک کړه.

صدر اشرف غني هم د کابل د حملې غندنه کړې او ويلي يې دي دا د "انسانیت" او د افغانستان د یوالي خلاف حمله وه.

د حزب وحدت د پخواني مشرعبدالعلي مزاري د تلین دلمانځلو په مراسمو تېرکال هم وسله وال بریدونه شوي وو چې پکې ۲۶ کسان وژل شوي اؤ ۱۸ نور ژوبل شوي وو.

رویټرز خبري اداره وايي عبدالعلي مزاري په کال ١٩٩٥ کې د طالبانو د قید په مهال وژل شوی و. او د هغه د تلین په مراسمو کې زیاتره د شیعه مسلک منونکي شرکت کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG