د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ولسې جرګې د ۱۷م دورې د پرانستلو مراسمو ته په وینا کې وويل په تدبیر سره د سولې پروسه کې د افغان حکومت دریځ له پروسې د مخالفت په معنی نه دی.
نوموړی وايي افغان حکومت چمتوالی لري چې د منل شویو اصولو له مخې له طالبانو سره مذکرات وکړي.
ولسمشر وايي اساسي قانون او ملي ګټو ته د ژمن پاتې کیدو په هدف هغه سوګند چې د افغانستان له خلکو سره یې د لوړې په مراسمو کې کړی د سولې په مذکراتو کې به له هغې دفاع کوي.
هغه وویل (مونږ ژمن یو د هغو احتمالي ګواښونو څخه چې د دومداره او له کنټرول څخه وتلې جګړه چې د ترهګرو او جنايي ډلو او په ځانګړې توګه نشه يي توکي او له هېواد څخه بهر د هغې پالنه او له هغوی څخه د ګاوندیانو ملاتړ که په مونږ وتپل شي مخه یې ونیسو).
ولسمشر وايي افغان حکومت د سولې پروسه د ټولنې د بیلابیلو اړخونو سره په مشورې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ تعقیبوي او د دې پروسې پرمختګ به په دقت ،اړین تدبیر، د ملي ارزښتونو او بشپړ مسئولیت سره به یې رهبري او څارنه کیږي.
هغه وویل (د ۵۰۰۰ بندیانو ازادولو په اړه د طالبانو غوښتنه له مذکراتو له پیل څخه مخکې ګڼم زه د ولسمشر په توګه هیڅ ارزو نه لرم چې د طالبانو بندیان له ځان سره وساتم خو د هغوی ازادول د یوې شفافې پروسې او د څرګنده میکانیزم د لارې دې ترسره شي ترڅو زمونږ خلک د هغوی له ازادیدو وروسته ډاډمن شي چې څه ډول مثبت بدلون او د بشپړې ډزبندۍ د عملي کیدو شاهد به وي).
اشرف غني وايي مذکراتي پلاوی به د افغانستان د حکومت ترمشرۍ لاندې له طالبانو سره مذکرات پیلوي او په دې مذکراتو کې به د افغان حکومت پلاوی د افغان وګړو له ټولو بنسټیزو حقونو او ولسواکۍ څخه دفاع کوي.
ولسمشر وايي د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به د مارچ ترلسمې نېټې له طالبانو سره د مذاکراتو پېلولو ته چمتو وي.
اشرف غني ولسي د جرګې پرانستلو مراسمو ته په خبرو کې زیاته کړه په یوازې توګه له طالبانو سره د سولې مذکراتو د موافقې د تصویب واک نه لري او هغه سند چې د مذاکراتو په پایله کې رامنځته کیږي د تصویب وروستي پریکړه به یې پارلمان او لویه جرګه کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاس لیک شوې موافقې له مخکې ټاکل شوې د راتلونکي نهې، سه شنبې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شي.