لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: په نښته کې د پاکستان د پوځ افسر وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې په يوه نښته کې د پاکستان د پوځ يو افسر او دوه ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ويلي د استخباراتي مالوماتو په اساس د ټانک سره نزدې عمليات ترسره شوي او د ترهګرۍ غټ پلان شنډ کړی شوی دی.

پوځ ویلي چې څنګه پوځي سرتيري علاقې ته رسېدلي ترهګرو پرې ډزې پېل کړي او بيا نښته شوې دوه مهم ترهګر پکې وژل شوي دي.

پوځ ويلي په نښته کې پوځي افسر کرنل مجيب الرحمان هم وژل شوی دی.

په پوځي بيان کې ادعا شوې چې د ترهګرو د ولقې نه په غټه کچه وسله هم ترلاسه شوې ده.

خو د ترهګرو د پېژندګلو په اړه څه نه دي ویل شوي چې دوی څوک دي او د کومې ډلې سره یې تعلق لرلو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG