لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ونډو بازار راغورځېدلی


د پاکستان د ونډو بازار (سټاک اېکسچېنج) يو ځل بيا غورځېدلی او د سر د سلو شرکتونو (هنډرډ انډکس) کاروبار ۲۱۰۶ پوائنټونه راغورځېدلی دی.

نن د ګل، دوشنبې په ورځ د کاروبارۍ اوونۍ په لمړۍ ورځ چې د ونډو په بازار کې کاروبار پېل شو هغه وخت د سر د سلو کمپينيو کاروبار په ۳۸۲۱۹ پوائينټونو روان شوی ؤ، خو لږه شېبه وروسته دا پوائنټونه د دوه زرو نه زيات لاندې راوغورځېدل.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په نړيواله کچه د کرونا وايرس له امله نړیوال مارکيټونه د فشار ښکار دي او دې سره په نړيوال مارکيټ کې د خام تېلو بیعې هم را غورځېدلي دي. او د هغې نېغ په نېغه اثر د پاکستان په سټاک مارکيټ هم شوی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهه سجاد احمد وايي د تېلو د بېعو د کمېدو وروسته د تېلو پېدا کوونکو هېوادونو تنظيم اوپېک يوه غونډه شوې چې د تېلو پېداوار راکم کړي خو د روس لخوا د انکار له وجې په نړيوال مارکيټ کې د مقابلې رجحان پېدا شو او هغې سره د تېلو بيعې ۲۵ فيصده راکمې شوې.

هغه وايي د تېلو د بيعو کمېدو سره د تېلو کاروبار کوونکو موجودو سرمايه کارو خپلې پېسې د ونډو د بازار څخه ويستل پېل کړه د کوم له امله چې د ونډو بازار را وغورځېد.

احمد وايي د تېلو د بيعو کمېدو سره نه يواځې د پاکستان د ونډو بازار بلکې په نړيوال کچ يې د ونډو په بازارونو بدې اغېزې کړي دي.

د اقتصادي چارو کار پوهه ژورنالسټ وکیل الرحمان وايي د پاکستان د ونډو بازار د پينځه فيصدو نه زيات راغورځېدلی دی.

نوموړی د کرونا وايرس له امله په ګرده نړۍ کې تجارتي هلې ځلې ټيټې شوي د تېلو بيعو کمې شوي او د هغې اثر د پاکستان د ونډو په بازار هم دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل د پاکستان سټاک اېکسچېنج نه هم پانګه والو پېسې ويستې ځکه تر ۴۵ دقيقو پورې په يو حساب د ونډو بازار روان ؤ، او وروسته بیا بيرته روان شوی دی.

هغه وويل اوس د ونډو په بازار کې کاروبار روان شوی خو کم روان دی.

د دې خبر د خپروېدو د وخته پورې د پاکستان د ونډو په بازار کې غورځېدلي د دوه زرو نه زيات پوائنټونو ۱۳ سوه ته راکم شوي دي.

تېره اوونۍ د پاکستان د ونډو بازار په بره تللی او د سر د سلو شرکتونو پوائنټونه تر ۱۳سوه پورې سېوا شوي او د پاکستان سټاک اېکسچېنج ۳۹۲۹۶ پوائنټونو باندې بند شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG