لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: د چين څخه د مالونو بندېز د پېښور مارکيټ سخت اغېزمن کړی


د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې کاروباريان وايي د کرونا وايرس له امله د چين څخه راتلونکي مالونه بند شوي او کاروباریان وايي که دا لړۍ دوام لري دوی ته به روزګارونه روان ساتل ګران شي.

اختر اعظم چې د پېښور په کارخانو مارکيټ کې د صندوقو او بېګونو کاروبار کوي، وايي د کرونا وايرس له امل اوس د چين نه مالونه راتلل بند شوي دي، دوی فکرمند دي چې د دوی سره موجوده مالونه چې ختم شي بيا به روزګار څنګه روان وساتي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل" مخکې به ښه ډېر مالونه راتلل او اوس چې کومه دا بيماري پېدا شوې ده نو يو کنټينرمال هم د چائنه څخه نه دی راغلی، نو له دې وجې نه دا مالونه ورځ تر ورځ کميږي، بس د هر يو سړي سره د خپل کاروبار فکر دی چې مخکې نه مال نه راځي نو کاروبار خراب شو".

هغه وايي چې د چين نه کراکري، کمبل، اليکټرانکس، کاسمېټکس او نور ډير سامانونه دلته راځي.

د ځايي سوداګرو په وېنا د پېښورپه کارخانو مارکيټ کې تر د ۸۰ فيصده پورې خرڅيدونکي څيزونه د چين نه راځي او دې مارکيټ ته نه يوازې د خېبر پښتونخوا بلکې د ملک د نورو برخو په شمول د ګاونډي هېواد افغانستان نه هم خلک سودا اخيستو ته راځي.

د دوی په وېنا په ګاونډي هېواد چين کې د کرونه وايرس له امله پاکستان د ياد هېواد سره تجارتي لارې بندې کړې دي.

عبدالواحد په کارخانو مارکيټ کې د کمبلو کاروبار کوي، هغه وايي چې د کرونا وايرس له سببه د کمبلو په قيمتونوکې زياتوالی راغلی خلک په ګرانه بیعه سوداګانې نه کوي ځکه دوی د تاوان سره مخ شوي دي.

" مخکې چې کوم کمبل په ۲۷۰۰ يا ۲۸۰۰ روپو کې پريوتو اوس چې کوم د کرونا وایرس دی نو د هغې وجې نه کمپنو واله چټيانې وي او چې کوم سټاک ورسره پروت وو نو ۸۰۰، ۹۰۰ روپۍ يي يو يو کمبل قيمت سېوا کړو، اوس چې دا درې څلور مياشتې نور هم تېريږي نو هغې نه پس به مال راځي نو ته حساب کوه چې هغوي به هغه رېټ يا قيمت لګوي که نه، چې کوم ګاهک راځي نو هغه زوړ قيمت باندې مال غواړي او خبر خو نه دي چې د کاروباري سړي دې دوه مياشتو کې مال واخېستو يا نه، نو زاړه ګاهکونه ټول خفه کېږي".

تاجران دا هم وايي د چين سره د تجارت لارې بندېدو له امله د دوی کنټېنرې نه دي رارسېدلي ځکه دوي نشي کولی چې کمپنۍ ته خالي کنټيرې په ټاکلي شوې موده کې واپس کړي د کوم څه له امله چې په سوداګرو د کمپنو لخوا جرمانې لګي او مال ورته يو په دوه په ګرانه بيعه پرېووځي.

د پېښور نويد احمد د سائکلوکاروبار کوي، وايي په تېر دوه مياشتو کې د يو سائيکل په بيعه کې د ۲۰۰۰ روپو پورې زياتوالی راغلی دی، نوموړي زياته کړه د ډېرو خرچو او لږې ګټې دې حد ته را رسولي چې د اوونۍ خرڅ نه شي پوره کولی.

" د يوې ورځې جرمانه د دې يو نيم زر ډالرز يا زر ډالرز مختلف کمپنې وي، نو چې ۵۰۰ ډالرز هم دې جرمانه وي نو ۱۵۰۰۰ ډالرز په تا باندې څلوېښتو ورځو کې ډيټنشن يا جرمانه راځي، اته لکه روپې سپری ښايي چې په دې مال به سپرې کېږي، نو هغه چې تاسو پرې خرچه ورواچوئ نو يو شی چې مونږ په ۶۰۰۰ روپۍ خرچ کړی نو هغه پريوځي په ۸۰۰۰ روپې، مخکې به په هفته او اتوار ورځ زمونږ ۳، ۴ لاکه روپې خرڅون کېدو اوس هفته اتوار يو لاک روپۍ هم خرڅ (سېل) نه کېږي ".

د پاکستان حکومت وايي هر کال د چين سره د ۶۔۱۵ اربه ډالرو دوه اړخيزه تجارت کيږي، پاکستاني چارواکې د کرونا وايرس لهه امله په هېواد کې د مالي زيان پخلی نه کوي خو وايي چې د دې سره د چين نه په راتلونکو څيزونو (درآمداتو) کې کمی راغلی دی.

بلخوا د پېښور سوداګر وايي که چرته د چين سره تجارت نورهم د ځنډ ښکار شو نو د غټ تاوان سره به مخ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG