لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قرېشي: د جنوبي پنجاب صوبې لپاره ژر قومي اسمبلۍ ته قانوني مسوده وړاندې کوو


واشنګټن ــــ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي حکومت د جنوبي پنجاب صوبې د جوړېدو لپاره قومي اسمبلۍ ته د قانوني مسودې د وړاندې کولو اعلان کړی او وایي چې په دې اړه به له نورو سیاسي ګوندونو سره سلا مشورې کوي او د هغوی ملاتړ به تر لاسه کوي.

مرکزي حکومت وایي مخکې له دې چې اسمبلۍ ته دغه قانوني مسوده وړاندې کړي، د جنوبي پنجاب په نوم صوبې لپاره یې د انتظامي سیکرټرېټ د جوړولو پرېکړه کړې چې وایي راتلونکې میاشت به د پنجاب د جنوبي سیمو لپاره جلا اېډیشنل چیف سیکرټري او د پولیسو مرستیال مشر (اېډیشنل ای جي) په دنده وګوماري.

د شورو- چارشنبې په ورځ‌ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قرېشي او د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاکارې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د قومي‌ اسمبلۍ له ودانۍ بهر خبري غونډې ته وویل، د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د جنوبي پنجاب د پرمختیا لپاره یوه مهمه غونډه وشوه چې وایي مرکزي وزیرانو، د پنجاب وزیراعلی سردار عثمان بزدار، د پنجاب وزیرانو او د تحریک انصاف ګوند نورو مشرانو پکې ګډون وکړ.

شاه محمد قرېشي وایي عمران خان د جنوبي پنجاب له خلکو سره خپله ژمنه پوره کړه او په غونډه کې پرېکړه وشوه چې حکومت به یې قومي اسمبلۍ ته د صوبې د جوړولو بِل وړاندې کوي او هڅه به کوي چې په درو کې د دوه برخې اکثریت غړو په ملاتړ په آیین کې له بدلون سره جنوبي پنجاب صوبه جوړه کړي.

"په آیین کې د بدلون او د ټولو د رایې په را خپلولو کې د ځنډ له کبله په غونډه کې لومړی د انتظامي سیکرټرېټ د جوړولو پرېکړه وشوه".

په پنجاب صوبه کې د تحریک انصاف ګوند تر ټولو لوی مخالف سیاسي ګوند مسلم لیګ (ن) د مرکزي حکومت پر دې پرېکړه سخت غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا په پاکستان کې له اقتصادي‌ بحران او نورو ستونځو د خلکو د پام اړولو یوه هڅه ده.

په پنجاب اسمبلۍ کې د مسلم لیګ (ن) ګوند غړی اویس لغاري وایي،‌ قومي اسمبلۍ ته د همدې اوسني‌ حکومت په مهال مخکې هم د جنوبي پنجاب صوبې د جوړېدو په اړه دوې قانوني مسودې وړاندې شوې دي، وایي په داسې حال کې درېیم بِل وړاندې کولو ته څه اړتیا ده.

خو بل لور ته د جنوبي پنجاب صوبې لپاره د 2018م کال تر عامو انتخاباتو مخکې د جوړ شوي محاذ مشر او د اسمبلۍ پخواني غړي چودري طاهر بشیر چیمه د تحریک انصاف ګوند د حکومت د دې ګام هرکلی کړی او وایي چې تر عامو ټاکنو مخکې په قومي او صوبایي اسمبلیو کې د دوی د محاذ غړي ځکه په تحریک انصاف ګوند کې شامل شوي وو چې د جنوبي پنجاب صوبې د جوړېدو ډاډ یې ورکړی وو.

تحریک انصاف او اپوزیشن پیپلز ګوند په جنوبي پنجاب کې د یوې صوبې د جوړېدو ملاتړي دي خو د حکومت اتحادي ګوند مسلم لیګ (ق) او تر ټولو لوی اپوزیشن مسلم لیګ (ن) ګوند د پنجاب په جنوب کې د بهاولپور او جنوبي پنجاب په نامه د دوو صوبو د جوړېدو پلویان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG