لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د روغتیا نړیوالې ادارې کورونا وایرس د نړیوالې وبا په توګه اعلان کړ


واشنګټن ــــ په چین کې پیدا شوی کورونا وایرس چې اوس د نړۍ په شاوخوا 110 هېوادونو کې یې شاوخوا یو لک شل تنه اغېزمن کړي او تر څلور زره زیات یې مړه کړي، د روغتیا نړیوالې ادارې د نړیوالې وبا په توګه اعلان کړ.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګیبریاسس د چارشنبې- شورو په ورځ‌ یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، کېدای شي چې د کورونا وایرس له بیړنۍ خپرېدا سره حالات نور هم خراب شي:

"زموږ توقع دا ده چې له کورونا وایرسه د مثبتو کېسونو، د خلکو د مړینې او د نورو اغېزمنو هېوادونو شمېر شاید تر دې نور هم زیات شي".

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ښاغلي ګیبریاسس په جنېوا کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې کورونا وایرس اوس یواځې یو روغتیایي بحران نه دی بلکې د ژوند هره څانګه یې اغېزمنه کړې نو باید هر څوک یې د مخنیوي هڅه وکړي:

"د نړیوالې وبا په توګه د کورونا وایرس اعلانول د ډبلیو ایچ او له خوا د دې وایرس د ارزونې اندازه نه بدلوي، موږ او ورڅخه اغېزمن هېوادونه به یې بیا هم د مخنیوي هڅې هغسې روانې ساتي"

د امریکې په مېریلېنډ ایالت کې د جانز هاپکینز د روغتیا ساتنې مرکز مشر ایریک ټونر وایي، کېدای شي د کورونا وایرس د وېکسین جوړېدا نور وخت هم واخلي:

"دا تمه کېږي چې د کوویډ-19 واکېسین جوړېدل به له 12 تر 18 میاشتو وخت واخلي، علاج یې شاید ژر پیل شي خو دا به نه شي ویل کېدای شي چې علاج به یې کله برابر ولري".

کورونا وایرس نه یواځې د چین په ګډون د ګڼو هېوادونو اقتصاد اغېزمن کړی بلکې د ژوند نورې چارې یې هم اغېزمنې کړې او لسګونو هېوادونو سکولونه او نورې تعلیمي‌ ادارې بندې کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG