د څو امریکايي چارواکو په وينا د امریکې يو پوځي د روس ساحلي ښار ولاديوستوک ته د خپلې محبوبې (ګرل فرېنډ) ليدو له ورغلی، د هغې نه د غلا په تور په نيول شوی دی.
امریکايي چارواکو د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي، 34 کلن سټاف سارجنټ ګورډن بلېک په جنوبي کوریا کې په ډيوټۍ وو او هغه بيرته خپل کور ټکساس ته تللو.
خو چارواکو ويلي، بلېک چې واده کړی دی، د اوږدې مودې خپلې محبوبې څنګ ته روس تللی. ويل شوي د هغه د نيولو سره د امریکې او روس اړيکې نورې پېچلې شوي او د اوکراين د جګړې په لړ کې تاوتريخوالی ورسره نور سېوا شوی دی.
چارواکو د نوم نه ښکاره کولو په شرط دغه تفصيل شريک کړی دی.
د پوځ وياندې سنتيا سمېت د زیارت- پنجشنبې په ورځ تاييد کړې چې يو پوځي د ناوړه چلند په تور په ولاديوستوک کې په لوی پوځي او سوداګريز بندر نيول شوی دی.
هغې ويلي، روس د پوځي په نيولو امریکا خبر کړې او د پوځي کورنۍ هم خبر کړل شوې ده.
سمېت ويلي، "د امریکې د بهرنيو چارو وزارت پوځي ته په روس کې د کونسلګرۍ د مرستو رسايي کوي".
چارواکو ویلي، د ګورډن بلېک محبوبه په جنوبي کوريا کې مېشته وه هلته د دوی دواړو په څه خبره اختلاف راغلی او هغې بيا جنوبي کوريا پرېښودې ده.
دا نه ده څرګنده شوې چې د بلېک محبوبه د جنوبي کوريا نه ولې تللې يا په ويستلو مجبوره کړل شوې، د کوريا چارواکو ویلي، د پېښې پلټنې کوي.
چارواکو دا هم ويلي، بلېک روس ته د تلو په اړه خپل يونټ نه وو خبر کړی او نه هغه ته هلته د تلو حکم ورکړل شوی وو.
چارواکو ويلي، امریکايي پوځي په رخصتۍ وو او د جنوبي کوريا نه یې واپسي په دې هدف وه چې هغه په ټکساس کې خپل يونټ ته لاړ شي.
دا هم نه ده څرګنده چې د امریکې پوځي عسکر روس ته د تلو څخه منع کړل شوي، خو د بهرنيو چارو وزارت خپلو وګړو ته په سختۍ مشوره ورکړې چې روس ته نه ځي.
په روس کې د مخکې نه امریکايان بندي دي، په دوی کې د وال سټريټ جنرل خبريال ايون ګرشکووج او د کارپورېټ سيکيورټي مشر پال ويلن شامل دي.
امریکې د دغو کسانو نيول بې بنیاده ګرځولي او د هغوی د خوشي کولو دپاره خبرې اترې کوي.
په روس کې د ټريوس ليک په نوم موسيقار هم بندي دی په هغه تېر کال د نشه يي توکيو ساتلو تور لګول شوی او نيول شوی وو، مارس فوګل چې په ماسکو کې استاد وو هغه هم د نشه يي توکيو په تور 14 کاله بندي کړل شوی، او د غبرګ شهريت السو کرماشيوا او سينا خوانا هم په بنديانو کې شامل دي.
Forum