لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي هنرمند ټام هېنکس او ښځه يې کرونا وايرس وهلي دي


امريکايي ياد هنرمند ټام هېنکس ويلي هغه او ښځې ریټا ولسن ته يې په اسټريلیا کې کرونا وايرس شوي دي.

هېنکس او ښځه چې يې ۶۳ کلن دي په اسټريليا کې د يو فلم په موخه موجود ؤ.

نوموړي په انسټاګرام ويلي،

"مونږ لږه ستړيا محسوسه کړه، لکه چې زمونږ زکام ؤ، او د وجود ځينې برخو مو درد کولو. او ریټا هم ځينې دردونه محسوسول او تبه يې هم وه. او دا وخت چې په نړۍ کې ضرورت دی مونږ د کرونا وايرس ټيسټ وکړو او هغه مثبت راغلو".

هغه ويلي اوس يې درملنه روانه ده او د ډاکټرانو په لارښوونه عمل کوي.

په چين کې ښکاره شوي کرونا وايرس چې اوس د ۱۰۰ څخه زياتو هېوادونو ته رسېدلي يو لاک ۲۴ زره خلک يې وهلي او۴۶۰۰ کسان يې مړه کړي دي.

چين، اټلي او ايران کرونا تر ټولو زیات ځپلي دي، په چين کې د کرونا نه ۳۱۶۲، اټلي کې ۶۳۱ او ايران کې ۳۵۴ تنه مړه شوي دي.

دغه رنګ په جنوبي کوريا کې ۵۴، په سپېن کې ۴۹، په فرانس کې ۳۳ او امریکا کې يې ۳۲ تنه مړه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG