لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وايرس: خېبرپښتونخوا هم تعليمي ادارې وتړلې، افغانستان سره په پولو سکريننګ روان دی


د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د کرونا وایرس د خطر له امله يې د ۱۵ ورځو دپاره په صوبه کې د ټولو تعليمي ادارو تړلو پرېکړه کړې ده.

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د افغانستان سره د تورخم، خرلاچي او انګور اډې په لارو د سکريننګ عمل روان دی او د افغانستان سره د تګ راتګ د لارو د راتلونکې په اړه پرېکړه به مرکزي حکومت کوي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د تعليمي ادارو د ۱۵ ورځو دپاره د تړلو پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په پاکستان کې د کرونا وايرس ۲۱ پېښې مخې ته راغلي دي.

د سند صوبې د صحت محکمې پخلی کړی چې يو ۵۲ کلن تن دوه ورځې وړاندې د اسلام اباد نه کراچۍ ته سفر کړی د هغه د کرونا وايرس ټیسټ شوی او هغه مثبت رپوټ شوی دی.

په سند صوبه کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۱۵ ته رسېدلې ده.

د خېبرپښتونخوا د صحت او خزانې وزير تېمور خان جګړا وايي نن د کابينې په غونډه کې د کرونا وایرس د خطر د مخنيوي دپاره څو پرېکړې وشوې چې پکې د تعليمي ادارو د بندېز، د حکومتي غونډو او مېلو ختمول شامل دي.

د وزیراعلی محمود خان د مشير اجمل وزير سره په ګډه خبري غونډې ته په وېنا کې جګړا وويل، تراوسه پورې په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس يوه پېښه مخې ته نه ده راغلې.

هغه وویل په سمدستي توګه دوی د ۱۵ ورځو دپاره په ټوله صوبه کې تعلیمي ادارې او تربيتي ادارې تړي او ټولو هاسټلو والو ته ويل شوي چې هاسټلې خالي کړي.

هغه وويل په صوبه کې روان ټول امتحانونه وځنډول شو او د خېبرپښتونخوا حکومت او وزيراعلی ټولې ټاکلې غونډې هم ختمې کړی شوې.

هغه په خلکو غږ وکړو چې بې د ضرورته د هر ډول غونډو جوړولو نه ډډه وکړي.

اجمل وزیر وايي د افغانستان سره د تورخم، خرلاچي او انګور اډې په لارو د سکريننګ يا د خلکو د کتنې عمل روان دی او د دغو لارو د بندولو په اړه پرېکړه به مرکزي حکومت کوي.

د سرکاري ميډيا ترمخه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت غونډه نن په اسلام اباد کې رابلل شوې او په هغې کې به د کرونا وایرس د مخنيوي په اړه تګلاره جوړولی او اعلانولی شي.

XS
SM
MD
LG