لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو ترهګرۍ ځپلي کاروباریان د حکومت نه مرستې غواړي


په خېبر پښتونخوا کې د ورګډو شويو قبايلي ضلعو کاروباريان وايي په سيمه کې د نا امنۍ او پوځي عملياتو له امله د دوی کاروباونه دومره اغېزمن شوي چې په تېرو ۷۰ کالو کې يې څه ګټلي هغه يې د لاسه ورکړي دي.

د خېبر ضلعې د باړې بازار د تاجرانو د اتحاديي مشر سيد اياز وايي چې د کال ۲۰۰۹ راهسې په علاقه کې د ترهګرۍ او پوځي عملياتو له امله تړل شوي مارکيټونه تراوسه بند پراته دي.

هغه وايي ځکه کاروباريان د حکومت نه غوښتنه کوي چې د دوی سره دې مالي مرستې وکړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل"بغېر د پوښتنې دلته اپريشن شروع شو، مونږ چې د پاکستان جوړيدو نه راپه دېخوا څومره سرمايه وه په دې کې تقريبا ټوله ډوبه شوه، په دې کې ۱۳۰۰۰ نه زيات دوکانونه وو په باړې بازار کې دا ټول ډک پاتې شول خلکو نه، او ټوله سرمايه زمونږ ډوبه شوله خو د حکومت له اړخه مونږ سره هيڅ مدد نه دی شوی، د سمېډا د طرف نه څه درخواستونه راغلي دي هغه مونږ جمع کړي دي او ۵۰۰۰ کسانوکې صرف ۳۷ تنانو ته امداد مېلاو شوی دی".

کاروباريان وايي د خېبرپه څېر په نورو قبايلي ضلعو کې هم د خلکو غټ تاوانونه شوي دي.

سمېډا يا د ورړو کاروبارونو د پرمختګ د پاره جوړه اداره ده د دې ادارې د خېبر پښتونخوا مشر جاوېد خټک وايي چې خواوشا ۳۰زرو قبايلي کاروباريانو دوی ته د مرستودرخواستونه ورکړي دي.

هغه وايي که صوبايي حکومت او نړيوال بېنک فنډ سېوا کړي نو د دوي د پروژو نه ګڼ شمېر کاروباريان ګټه پورته کولی شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل" د وړلډ بېنک چې کوم پروجېکټ دی د هغې په وړومبۍ مرحله کې مونږ څه څلور سوه يونټې بحال کړې وې، او اوس په دويمه مرحله کې دوه نيم سوه سېوا شوي دي او دا به روان وي ۲۰۲۲ پورې، نو دې کې هم مونږ سره څلور اعشاريه نهه ميلينه ډالره دي او کوشش کوو نور هم کوو نور چې کوم زمونږه ۱۱ ملکونه دي چې په دې کې فنډز نور هم واچوي ".

د خېبر پښتونخوا د صنعت، تجارت او کارخانه دارۍ د پاره د وزیر اعلی مشير عبدالکریم خان وايي صوبايي حکومت د صنعت او تجارت د پاره په جوړه کړې نوې تګلاره کې قبايلي ضلعو ته ځانګړي ګټې ورکړي دي.

هغه وايي چې ټولې اړونده ادارې په دغو سيمو کې د صنعتي او معاشي پرمختګ د پاره په منصوبه کارکوي.

"نومونږه يو فورم جوړ کړی چې په هغې کې انډسټريل ډيپارټمنټ، په هغې کې زمونږ د معدنياتو او قيمتي کاڼو څانګې، په هغې کې سياحت، زراعتو او انفارمېشن محکمې شامل دي او مونږ د هغو (قبايلي ضلعو) د پاره کاروباري منصوبې جوړې کړي دي، مونږ به ځو هغه ضلعو ته او کاروباري خلق او ضلعي انتظاميه به راغواړو او مونږ به هغې پوهه کوو چې تاسو سره د کاروبار د لارې دي او تاسو دلته سرمايه ګوزاري وکړي، مونږ چې کوم صنعتي پالسي جوړه کړېده مونږه پکې ۱۵ فيصد برخه ورکړې ده".

د خېبر پښتونخوا حکومت په وروستيو کې د شمالي وزيرستان د دوکانداروانو، د پېټرول پمپونو مالکانو او نورو کاروبارونو د پاره د ۱۵۵۳۲ ملين روپو ورکولو منظوري ورکړې ده د چا چې په سيمه کې د ترهګرۍ د عملیاتو پرضد د پوځي عملياتو په مهال تاوانونه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG