لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا: سپېن د ټول ملک بندولو پلان لري، د سپېن د وزیراعظم ښځه هم په کرونا اخته شوې


د سپېن پارلیمان د نهې سه شنبې په ورځ خوشی پروت ؤ
د سپېن پارلیمان د نهې سه شنبې په ورځ خوشی پروت ؤ

سپېن د خالي،شنبې په ورځ اعلان کړی چې د ۴۶ ملينه ابادۍ دا هېواد د دوه اوونيو دپاره هر څه بندولو پلان لري چې د کرونا وايرس په نور يورپ کې نه خوريږي. مېډريډ ويلي د اټلي په ډول ګامونه پورته کوي.

د سپېن وزیراعظم پېډرو سانچېس اعلان کړی يواځې هغو خلکو ته به د کوره د وتلو اجازت وي چې خوراک او دوايانې واخلي، کار ته لاړ شي، د مشرانو يا کشرانو مرسته وکړي.

د دغه اعلان څو ساعته وروسته د وزيراعظم دفتر اعلان کړی چې د سانچېس مېرمن بيګونا ګومز په کرونا اخته شوې ده.

د امريکې د مېري لېنډ جان هوپکېنز پوهنتون د شمېرو ترمخه دا وخت په نړۍ کې د کرونا نه د مړينو شمېره ۵۸۳۳ ده.

په دغو هېوادونو کې چې کرونا وايرس زيات خلک مړه کړي په اول نمبر چين ۳۰۸۵ مړه، په دوېم نمبر اټلي ۱۴۴۱، ايران ۶۱۱ او په څلورم نمبر سپېن دی چې ۱۹۶ تنه پکې د کرونا وايرس ه مړه شوي دي.

د جان هوپکېنز پوهنتون ترمخه کرونا وايرس د نړۍ ۱۴۲ هېوادونو ته خواره شوي او يو لاک ۵۶ زره ۳۹۶ کسان يې اغېزمن کړي دي.

امریکا چې د کرونا وايرس له خطره په يورپي هېوادونو سفري بندېزونه لګولي دغه بندېزونه يې د برتانیې او ائيرلېنډ پورې غځولي دي.

امریکا د کرونا وایرس له امله په ملک کې بېړني حالت هم اعلان کړی دی.

د جان هوپکېنز پوهنتون ترمخه کرونا وايرس وهلي ۷۳ زره ۹۶۸ کسان د دې ناروغۍ څخه بيرته ښه شوي هم دي چې زیاتره يې په چين کې دي.

خو په چين کې اوس هم په کرونا اخته کسانو شمېره د ۸۰ زرو نه سېوا ده. د چين نه وروسته اټلي ۲۱۱۵۷،بيا ايران ۱۲۷۲۹، جنوبي کوريا ۸۰۸۶، سپېن۶۳۹۱، جرمني۴۵۸۵، فرانس ۴۴۸۰او امریکا ۲۹۵۱پرله پسې هېوادونه دي چرته چې کرونا وايرس په زيات شمېر کې خلک اغېزمن کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG