لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا وائروسو له ویرې د پي‌ ایس ایل سیالۍ وځنډول شوې


دپاکستان کرکټ بورډ مشر یا اجرائیه رئیس وسیم خان وایي په یو بهرني لوبغاړي کې دکرونا وائروسو د نخښو نخښانو مخې ته له راتلو وروسته دپاکستان سپرلیګ دپینځم پړاؤ د سیالیو ځنډولو پرېکړه شوې ده.

خبریالانو ته ښاغلي وسیم خان ویلي چې دلوبو ځنډولو پرېکړه پاکستان کرکټ بورډ د ټولو لوبډلو مالکانو اؤ مشرانو سره په صلاح مشوره کړې ده اؤ ټولو په ګډه ددې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

هغه ویلي فعلاً دا سیالۍ ځنډول شوي،ختمې کړل شوي نه دي اؤ کله چې حالات ښه شي نو بیا به دپاتې سیالیو مهال ویش اعلان کړل شي.

ټاکل شوې وه پاکستان کې دپي‌ ایس ایل دپنځم پړاؤ په سیالیو کې نن د نهې په ورځ دوه سیمي فائنلې اؤ سبا دچهارشنبې په ورځ فائنل کیږي خو دپاکستان کرکټ بورډ له دې پرېکړې وورسته دغه سیالۍ ختمې کړل شوي دي.

تر دې دمخه کرکټ بورډ پرېکړه کړې وه چې په کراچۍ کې به د پي ایس ایل د ۱۳م مارچ سیالۍ لوبغالي ته دکرکټ دمینه والو په نه ورپریښودو سره کوي اؤ وروسته به دلاهور په قذافي لوبغالي کې هم دغه سیالۍ د مینه والو له موجودیت پرته شوې وې.

د پي ایس ایل د پنځم پړاؤ سیالیو کې دپېښور ځلمي، ملتان سلطان،کراچۍ کنګز اؤ لاهور قلندر لوبډلې سیمي فائنل ته رسېدلې وي اؤ ټاکل شوې وه چې نن به وړومبی دپېښور ځلمي اؤ ملتان سلطان اؤ بیا د کراچۍ کنګر اؤ لاهور قلندر ترمنځ دسیمې فائنل سیالۍ کیږي.

دپاکستان کرکټ بورډ لخوا د پي ایس ایل د سیالیو ځنډولو له پرېکړې وړاندې هم په دې سیالیو کې برخه لرونکو بهرنیو لوبغاړو دنورو لوبو کولو نه انکار کړی ؤ اؤ خپلو هیوادونو ته ستانه شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG