لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دکرونا د وبا باوجود دخپلو افغانانو وروڼو مرستې ته ژمن یو


دجمعې په ورځ په ټوئټر عمران خان لیکلي هغه دچمن اؤ سپین بولدک دپولو په پرانستو افغانستان ته د ټرکونو پرېښودلو امر کړی دی

دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي دي د کرونا وائروسو د وبا باوجود پاکستان دخپلو افغان ورونو اؤ خویندو مرستې ته ژمن دی.

دجمعې په ورځ په ټوئټر عمران خان لیکلي هغه دچمن اؤ سپین بولدک دپولو په پرانستو افغانستان ته د ټرکونو پرېښودلو امر کړی دی

عمران خان لیکلي چې په دې بحراني‌ کیفیت کې هم مونږ په بشپړه عزم سره د افغانستان ترڅنګ ولاړ یو.

پاکستان کې دکرونا وائروسو دپېښو مخې ته له راتلو وروسته پاکستان په تورخم اؤ چمن افغانستان سره خپلې پولې تړلي دي اؤ هغه خلک چې افغانستان ته تګ غواړي یا دافغانستان څخه پاکستان ته را اوړي هغوئ نه شي کولی په دغو پولو سفر وکړي.

ددې ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ زمکنی تجارت هم په ټپه ولاړ دی په تجارتي توکو بار ټرکونه د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې شوي دي خو اوس دپاکستان وزیراعظم وایي چې چارواکو ته یې امر کړی چې دغه ټرکونه باید افغانستان ته پرېښودل شي.

دملګرو ملتونو دشمیرو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۱۴ لکه افغان کډوال میشته دي چې د دویم مارچ نه ملګرو ملتونو ددغو کډوالو خپل هیواد ته د ستنولو لړۍ پیل کړې وه خو دپولو تړل کیدلو له امله اوړمه ورځ دکډوالو ادارې یو این ایچ سي ار د کډوالو د ستنولو د لړۍ ودرؤلو اعلان هم کړی ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG