په خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائروسو له امله د دوؤ کسانو له مړینې وروسته په وړومبي ځل سندهـ صوبه کې هم په دغو وائروسو ککړ یو تن مړ شوی دی.
د سندهـ د صحت وزیرې ډاکټرې عذرا پیچوهو پخپل یو ویډیو پیغام کې پخلی کړی چې په سندهـ کې د ۷۷کالو یو تن د کرونا وائروسو له امله مړ شوی دی.
دمړ شوي تن په هکله ویل شوي چې هغه د کراچۍ اوسیدونکی ؤ اؤ په بیلابیلو مرضونو اخته ؤ .
ډاکټرې پیچوهو ویلي چې په کرونا مړ شوي ناروغ ته د کینسر،شوګر اؤ د وینې د فشار ناروغۍ هم وې چې له امله په کټ پروت ؤ خو کله چې ورته کرونا وائروس ولګیدل نو دهغې له امله مړ شو.
تر دې وړاندې روانه اوونۍ دخیبر پښتونخوا په مردان اؤ پېښور سیمو کې هم دوه کسان د کرونا په ناروغۍ مړه شوي دي.
دپاکستاني مطبوعاتو د رپورټونو له مخې دا مهال پاکستان په کرونا وائروسو داخته ناروغانو شمیره ۴۵۸ ته رسېدلې ده اؤ تر دې دمه تر ټولو زیاتې د کرونا وائروسو پېښې سندهـ صوبه کې ثبت شوي چې شمیره یې ۲۴۵ؤ ته رسېدلې ده.
د زیارت په ورځ دسندهـ صوبې څخه ۳۸،پنجاب څخه ۴۵،بلوچستان څخه ۵۸،خیبر پښتونخوا څخه څلور اؤ ګلګت بلتستان څخه د کرونا ۸ پېښې مخې ته راغلي دي.
همدا شان پنجاب کې په دې وائروسو داخته کسانو شمیره ۸۰،خیبر پښتونخوا کې ۲۳،بلوچستان کې ۸۱،اسلام اباد کې اووه، ګلګت بلتستان کې ۲۱ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې یوه ښودل کیږي.