لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په رويو کې بدلون مو د کرونا وايرس څخه ژغورلی شي، طبي پوهان


په پېښور کې د نفسيانو او دماغي ناروغيو پوهان ډاکټر ميا افتخار حسين وايي "د ټولنيز ژوند په رويو او عادتونو کې په بدلون باندې مونږ خپل ځان او نور خلک د کرونا وايرس نه ژغورلی شو"

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړی وايي"څه ټولنيز عادتونه لکه لاس ملاوهل، روغبړ يا غاړه ورکول په ظاهره خو پرېښودل ګران دي ځکه چې دا زمونږ په کلتور کې له پيړيو راهسې ګډ دي خو که مونږ د کرونا وايرس بيمارۍ د شدت او د دې خورېدو نه په صحيح توګه خبر شو نو بيا يې پرېښودلی شو. په عادتونه کې بدلون راوستل کېدی شي او دا به مونږ د کرونا وايرس نه ژغوري".

ډاکټر ميا افتخار حسين وايي د احتياط په خاطر هغه پخپله هم په خپل کلېنک کې خلکو سره د ملاوېدلو طريقه بدله کړې او وايي که خلک پوهه کړی شي نو رويې بدلېدی شي.

"مونږ سره نورې ډېرې داسې طريقې شته دی چې مونږ يې د مېلاوېدو په وخت د سلام کولو د پاره کارولی شو. لکه د مېلاوېدو په وخت د لاس مېلاوهلو په ځای مونږ په تندي لاس اېښودلی شو. دغسې د سلام کولو او احترام د پاره په زړه يا په سينه لاس اېښودلی شو. دې طريقې سره مونږ سلام هم کولی شو او تر خپل مينځه فاصله هم ساتلی شو".

نوموړی وايي که يو سړی ټوخيږي نو په خله دې د لاس اېښودو په ځای خپله خله په څنګل پټه کړي.

ډاکټر حسېن وايي زه په خپل کلېنک کې اوس مريضانو سره لاس نه ملاوؤم او که څوک هڅه کوي نو هغه ورته وايي چې خفه کېږه مه دا وايرس دی او دا يو بل سره په تېزۍ سره خورېږي.

د کرونا وائرس د لاسه په نړۍ کې د خلکو د مرګ شمېره تر لسو زرو نه سېوا شوې او دغه وبا ورځ تر بلې نوره زياتيږي.

خو ډاکټر ميا افتخار حسين وايي دا رويې به اوس بدلول پکار وي. او که خلکو ته پوهه ورکړی شي او هغوي د دې ناروغۍ نه ځان خبر کړي نو هغوي به خپلې رويې ضرور بدلوي.

ډاکټر وايي پکار ده خلک د لاس ملاوؤلو په ځای د لرې نه يو بل ته سلام کوي او يو بل نه په څه فاصله کې کښيني او دې سره سره که هغوي هر لس يا ۲۰منټه پس په صابن خپل لاس ښه ووينځي او دا عادت خپل کړي نو هغوي خپل ځان او نور خلک د کرونا وايرس نه بچ کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG