لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبرپښتونخوا: له کرونا وایرسه د مړ شوي قبر له نورو بېل، غسل او د ښخېدو کار به یې ځانګړې ډله کوي


واشنګټن ــــ د خیبرپښتونخوا د مرستو حکومتي ادارې په یوه خبرتیا کې خلکو ته هدایات جاري کړي چې وایي له کرونا وایرسه مړه کېدونکو کسانو ته به له دې ناروغې د ژغورنې د ځانګړو تدابیرو په بنیاد غسل ورکول کېږي او خاورو ته به سپارل کېږي.

ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، کوم تن چې له دې وایرسه مړ شي نو یواځینی شی چې دا وایرس ځنې خپرېدای شي هغه د ده له تن څخه د غسل د اوبو څاڅکي دي، وایي که ځانګړي تدابیر خپل شي نو روغتیایي کارکوونکي او د کورنۍ غړي یې ترې ژغورل کېدای شي، خو وایي د پوسټ مارټم په وخت د هغه سږي هم د لاس لګېدو له کبله وایرس منتقلولای شي.

ریلیف ډیپارټمنټ په دغه هدایتنامه کې ویلي، چې له دې وایرسه کوم کسان په روغتون کې ساه ورکړي نو غسل به هم په روغتون کې ورکول کېږي او د غسل لپاره به یې هم ځانګړي کسان ټاکل کېږي.

د لارښوونې له مخې له کرونا مړ شوی تن به تر غسل وروسته په ځانګړي پلاسټیک کې نغښتل کېږي او په تابوت کې به ایښودل کېږي او په کومو اوبو چې غسل ورکړل شوی وي هغه به هم په نالیو کې نه بهول کېږي بلکې په محفوظه طریقه به ضایع کېږي.

د ریلیف ډیپارټمن د هدایتنامې له مخې د مړي خپل خپلوان به په دې شرط په روغتون کې مړی لیدلای شي چې د مرستندویو کسانو او نرسانو غوندې ځانګړې سر تر پایه پوښلې جامې یې اغوستې وي.

وایي کله چې د مړي د غسل او کتنې مراسم په روغتون کې تر سره شي بیا به یې هم د روغتون ځانګړې ډله د هغه کور ته وړي خو وایي هلته به یې چاته د کتلو اجازه نه وي او په جنازه کې به یې هم محدود کسان ګډون کولای شي.

په لارښوونه کې راغلي چې له کرونا وایرسه مړ شوي تن د ورځني استعمال ټول شیان به هم ضایع کېږي.

ریلیف ډیپارټمنټ وایي د وایرس وهلي تن د مړي ټول مراسم به د روغتون د ځانګړې ډلې له خوا تر سره کېږي او هغوی به یې تر غسل، وروستي دیدن او جنازې وروسته ژر تر ژره له نورې هدیرې په بېل ځای کې خاورو ته سپاري.

په هدایتنامه کې ویل شوي چې کوم کسان د دې تن د مړي وروستي مراسم تر سره کوي هغوی به له پیله تر پایه د لاسونو او بدن خوندي کولو ځانګړي وسایل کاروي، دستانې به په لاس کوي،‌ ماسک به اغوندي او عینکې به په سترګو کوي چې اوبه یې د بدن په کومه برخه ونه لګېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG