لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جسټس وقار سېټهـ د سپريم کورټ د جج نه جوړېدو پرضد د پېښور هایکورټ د وکيلانو کاربنديز دوام لري


د پېښور هايکورټ د چيف جسټس وقار احمد سېټهـ د سپريم کورټ جج نه ټاکل کېدو پر ضد نن په درېمه ورځ هم د صوبې په ټولو عدالتونو کې د خېبر پښتونخوا بار کونسل په وېنا کاربندېز دوام لري.

وکيلان وايي چې نوموړی قاضي سېټهـ د سپريم کورټ جج جورېډو په معيار پوره دی او حق لري او د هغه نه ټاکل کېدل په پاکستان کې د سپريم کورټ د ججانو د ټاکنې دپاره د جوړې پالسي خلاف کار دی.

د پېښور هايکورټ فرهاد افريدی ايډوکېټ وي او ای ډيوه ته وويل چې کله د سپريم کورټ دپاره يو جج ټاکل کيږي د هايکورټ نه د تجربې په بنياد جج راوستل کيږي خو دغلته دغه لار نه ده خپله کړی شوې.

"په سپريم کورټ کې چې کومه (چوکۍ) سيټ خالي ؤ د هغې د پاره دې سم ؤ، خو دلته د سپريم جوډيشيل کونسل چې کوم طريقه کار دی هغه نامزدګي کېږي او هلته سکروټني کيږي او بيا تقرري کوي، نو په دغې کې د وقار سېټ صيب نامه زېر غور وه خو هغه ونه ټاکلې شو بلکې د لاهور هايکورټ نه پرې د جونيئر جج تقرري (ټاکنه) وشوه".

د پېښور هايکورټ علي ګوهر دراني ايډوکېت وايي چي له دې نه وړاندې هم د جسټس يحې آفريدي د ټاکنې په وخت د هغه نه د کمې تجرې والا يو جج چې د پنجاب صوبې سره يې تعلق ؤ، هغه د سپريم کورټ جج ټاکلی شوی ؤ.

وي او ای ډيوه سره په خبرو هغه وويل چې وکيلان ګمان کوي چې د پېښور هايکورټ چيف جسټس وقار احمد سېټهـ څه داسې فېصلې کړي دي د کوم له امله چې ځيني ادارې نه غواړي چې د هغه ټاکنه په سپريم کورټ کې وشي.

" کوم زمونږ د هايکورټ جج وقار سېټهـ چې دی هغه په درېم ځل په سپريم کورټ کې ټاکلو نه پاتې کړی شو، د وکيلانو دا تجزيه ده چې دا پاتې کېدل صرف دې وجې نه وشو چې سېټهـ صېب چې د مشرف خلاف کومه فېصله ورکړې وه نو دا نه غواړي څه قوتونه چې د هغه سپريم کورټ کې تقرري وشي، او دا خبره ځای ځکه لري چې د لاهور هايکورټ کوم جج صېب چې مشرف فېصله معطل کړه او هغه په سينيارټي کې هم په اووم (۷) نمبر باندې وو هغه سپريم کورټ ته بوتلی شو او سېټهـ صېب دلته پاتې کړی شو".

د پېښور هايکورټ مشر قاضي جسټس وقار احمد سېټهـ د پخواني پوځي آمر پرويز مشرف پر ضد د غدارۍ په مقدمه کې د ځانګړي ټريبونل مشر وو او ياد عدالت مشرف ته د پهانسې سزا اورولې وه.

جسټس وقار احمد سېټهـ د مشرف پرضد فېصله کې په خپله دا هم ور زياته کړې وه چې که مشرف د دغې فېصلې نه وړاندې مړشو نو د هغه مړی دې راوړل شوي او د اسلام اباد په ډي چوک کې دې درې ورځې اوېزان کړی شي.

نوموړي قاضي د پوځي عدالتونو نه د ترهګرۍ په تور سزا شوؤ د ۷۰ نه سېوا کسانو سزاګانې هم معطل کړې وې خو وروسته د حکومت په خواست سپريم کورټ د پېښور هايکورټ دغه فېصله ودرولې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG