لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وايرس له امله د پاکستان سند صوبه وتړل شوه


په پاکستان کې د کرونا وايرس خورېدو له امله د سند صوبه د ۱۵ ورځو دپاره تړل شوې ده، خلکو ته ويل شوي چې په کورونو کې کښېني.

د سند صوبې وزیراعلی مرادعلي شاه دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې پرون د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي ؤ ټول ملک نه شي تړلی.

په پاکستان کې تر اوسه پورې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس ۷۷۶ پېښې مخې ته راغلي دي.

ويل شوي په دغو پېښو کې تر ټولو زياتې په سند صوبه کې ۳۳۳، په پنجاب کې ۲۲۵، په بلوچستان کې ۱۰۴، په ګلګت بلتستان کې ۷۱ او په خېبرپښتونخوا کې ۳۱ او کشمير کې يوه پېښه رپوټ شوې ده.

ويل شوي تراوسه پورې په ملک کې د کرونا وايرس له امله څلور پينځه تنه مړه شوي دي.

په سند صوبه کې د تېرې شپې ۱۲ بجو راهسې ټول هرڅه تړل شوي، يواځې د خوراکي توکيو دوکانونه، د دوايانو سټورونو، روغتونونه د خوراک ريسټورانټونه چې خلک ترې کورونو ته خوراک غوښتی يا وړلی شي هغه به خلاص وي.

وزيراعلی مراد علي شاه ويلي د ټولو سياسي ګوندونو سره يې د صوبې د تړلو په خبره مشوره کړې چې د ۱۵ ورځو دپاره هر څه بند کړي.

نوموړي په خلکو غږ کړی چې د حکومت سره مرسته وکړي او د کرونا وايرس پرضد مبارزه کې بريا ترلاسه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG