لاس رسیدونکی لینک

 
د کرونا له امله د ۲۰۲۰ کال المپیک لوبې وځنډېدلې
تازه خبر

د کرونا له امله د ۲۰۲۰ کال المپیک لوبې وځنډېدلې


واشنګټن ډي سي: د المپیک د نړیوالې کمېټې او د جاپان ترمنځ د شوي تړون له مخې به د ۲۰۲۰ کال د المپیک لوبې کابو یو کال وځنډول شي.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د المپیک د لوبو د ځنډېدو په اړه ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اوړي به زیاتې نه ځنډیږي.

نوموړي دغه خبرې وروسته له هاغې وکړې کله چې هغه د المپیک د کمیټې له مشر تاماس باچ سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

ټاکل شوې وه چې دغه لوبې د روان کال له جولای میاشتې څخه پیل شوې وای.

ولسمشر ابې د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، په لوبو کې دغه ځنډ وروسته له هاغې راغی کله چې د میاشتو راهیسې د ځینو ګډون کونکو هېوادونو او لوبغاړو لخوا په دې اړه فشار راوړل شو.

د المپیک نړیوالې کمېټې او د ټوکیو د ۲۰۲۰ کال د المپیک د لوبو کمېټې په یو ګډ بیان کې ویلي چې د المپیک په لوبو کې دغه ځنډ د لوبغاړو او نړیوالو ټولنې د غړو د روغتیا لپاره اړین وو.

د المپیک په لوبو کې ددغه ځنډ له اعلان څخه مخکې د کاناډا د المپیک کمېټې ویلي وو چې له دغو لوبو څخه به وځي او د اسټرالیا د کمېټې غړو خبر ورکړی وو چې دوی د کرونا وایرس له امله دغو لوبو ته د خپلو لوبغاړو د روزلو لپاره کافي وخت نه درلود.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG