لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هسپانیه کې په یوه ورځ ۷۳۸ کسان کرونا وژلي


واشنګټن ډي سي: په هسپانیه کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په کرونا وایرس د ۷۳۸ نورو کسانو له مړه کېدو سره اوس دغه هېواد له ایټالیا وروسته په نړی کې په کرونا وایرس د مړینې له پلوه دوهم ځای لري.

له دغې نوې شمېرې سره اوس په هسپانیه (سپېن) کې په کرونا د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴۳۴ ته ورسېد چې دا له چین څخه چې ۳۲۸۵ کسان پکې مړه شوي دي زیاته خو له ایټالیا څخه چې ۶۸۲۰ کسان پکې مړه شوي دي کمه ده.

د هسپانیې د روغتیا وزیر د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل په دغه هېواد کې د کرونا په پېښو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

دوی زیاتوي تر ۵۰۰۰ زیات کسان په دغه هېواد کې له کرونا څخه ښه شوي هم دي.

په هسپانیه کې په چټکی سره د کرونا په خپرېدو ددغه هېواد روغتیايي سیستم له ستونزو سره مخ شوی په ځانګړي توګه پلازمېنه مېډرېډ کې چېرې چې ددغه هېواد تر ټولو زیات کسان مړه شوي دي.

چین له هوبي ایالت څخه چې د کرونا وایرس سرچینه ګڼل کېږي لاک ډول ختم کړ خو د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او خبرداری ورکړی چې امریکا ښايي د دغه وایرس په مرکز باندې واوړي.

په چین کې د کرونا وایرس په وړاندې د سختو ګامونو له اخیستلو سره چې خلک دې ټول په کورونو کې وي حالات کابو شول.

چینایي چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ۴۷ نویو پېښو راپور ورکړی چې د دوی په وینا ټول له بهر څخه دغې سیمې ته ورغلي دي.

په امریکا کې په دې وروستیو کې د کرونا وایرس په چټکئ سره په خپرېدو دی چې د شورو تر ورځې پورې پکې تر ۵۵۰۰۰ زیات په کرونا اخته شوي او تر ۷۰۰ زیات نور مړه شوي‌ دي.

د ډبلیو اچ او ویاندې مارګریت هېرېس د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل چې د کرونا وایرس پېښې په زیاتېدو دی او ورسره ددغه وایرس معاینات هم زیات شوي چې ورسره به پرې د اخته کسانو شمېر نور هم زیات شي.‌

هېرېس وویل، د نهې یا سې شنبې د ورځې ۸۵ سلنه کیسونه په اروپا او امریکا کې تایید شوي چې ۴۰ فیصده یې په امریکا کې دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې دی غواړی په څو اونیو بېرته عادي ژوند پیل شي خو روغتیايي چارواکي وايي چې دا به له وخته لېرې وي او ټینګار کوي چې خلک باید له یو او بل څخه واټن ونیسی تر څو دغه ناروغئ کنټرول شي.

د امریکا سېنټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د دوه ټریلینه ډالرو په یو بېل باندې رایه ورکوي چې په ترڅ کې به یې وړو بزنسونو ته د پورونو ورکولو، کورنیو ته د پیسو د ورکولو او روغتیايي سیستم او کارکونکو ته د اړتیا وړ وسایلو د ورکولو او د کرونا وایرس د ناروغانو په درملنې باندې ولګول شي.

بل پلو په نیوزیلنډ کې هم بیړنی حالت اعلان شو او لومړي وزیر یې وویل چې په دغه هېواد به د څلورو اونیو لپاره په ګرځېدو او کاروبار باندې بندیز یا لاک ډون ولګوي.

په نیوزیلینډ کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ ۵۰ نوې پېښې اعلان شوي چې په ورځنیو پېښو کې په دغه هېواد کې تر ټولو لویه شمېره ده.

د برتانیې شهزاده پرېنس چارلس کې هم کرونا موندل شوې او اوس په سکاټلېنډ کې قرنطین دی.

کوېوېډ ۱۹په نړئ کې نږدې هر هېواد ته رسېدلی چې تر اوسه پورې یې له ۴۲۳۰۰۰ زیات کسان اخته کړي او نږدې ۱۹۰۰۰ کسان مړه کړي دي.

په لیبیا کې نن د شورو په ورځ د کرونا لومړئ پېښه اعلان شوه.

په ایټالیا کې چې په کرونا وایرس تر ټولو نورو هېوادونو زیاته ځپل شوې او هره ورځ پکې په سلګونو کسان مړه کېږي چارواکو یې امر کړی چې د تېرو دوو اونیو راهیسې لګېدلی لاک ډون باید ډېر جدي ونیول شي.

لومړي وزیر ګوسیپې کانټې یې د هغو خلکو په وړاندې له ۲۲۷ څخه تر ۳۳۰۰ ډالرو پورې جریمه اعلان کړې څوک چې د سم دلیل پرته له کور څخه د باندې ولیدل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG