لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر علوي: علما دې د جامعه الازهر د فتوې په رڼا کې په جوماتونو او جُمعې د نمونځ په اړه په تندۍ فېصله وکړي


د پاکستان صدر عارف ويلي علماؤ ته خواست کوي چې د قران او سنت د اصولو په رڼا کې دې د کرونا وايرس د مخنیوي په لړ کې سمدستي ګامونه پورته کړي.

نوموړي په ټویټر ويلي، په متحده عرب اماراتو، سعودي عرب، ايران، الجزاير، تيونسا، اردن، کوېت، فلسطين، ترکي،لبنان او مصر کې په جوماتونو کې نمونځونه ودرولي دي.

د صدارتي ماڼۍ په بیان کې ويل شوي چې د کرونا وايرس د نړيوالې وبا په لړ کې د مصر د جامعه الازهر د علما لوړ پوړې شورا د مصدقه طبي مالوماتو او انساني ژوند د ساتنې په موخه په جومات او د جمعې د نمونځ د بندېز په اړه رسمي فتوی ورکړې ده.

ويل شوي نوموړي صدر د مصر د سفير د لارې د شېخ الازهر نه د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د فرایضو په ترسره کولو د لارښوونې خواست کړی ؤ. او صدربيا په فتوې ورکولو د شېخ الازهر مننه کړې ده.

په فتوی کې ويل شوي چې ټول شواهد په څرګند ډول دا په ګوته کوي چې د اولسي غونډو ترڅنګ په جمعې سره نمونځ کول د کرونا وايرس خورېدو سبب ګرځي.

دغه رنګ ويل شوي چې مسلمان ملکونه او دولتي چارواکي په جومات کې او د جمعې د نمونځ ودرولو پوره واک لري.

ويل شوي د وبا په وخت خلک کولی شي چې په کورونو کې نمونځ وکړي، او د مسلمانانو دپاره په فرضو کې شامل ده چې د بحران په وخت کې د طبي احتياط په توګه د مجاز رياستي چارواکو حکمونه ومني او د غېر سرکاري سرچينو څخه د اطلاعاتو او افواګانو نه ډډه وکړي.

په فتوی کې ويل شوي چې د کرونا وايرس په اړه مصدقه طبي مالومات دي چې دا وايرس په اسانۍ او تېزۍ سره خوریږي ځکه د علما لوړ پوړې شورا فتوی ورکوي چې په ټولو مسلمان ملکونو کې ریاستي چارواکو ته اجازت دی چې هغه په ټولو اولسي غونډو، په جومات کې او د جمعې په نمونځ د وايرس خورېدو او خلکو د مړينو له امله قانوني بندېز لګولی شي.

د صدارتي ماڼۍ څخه په جاري شوي بيان کې صدر عارف علوي د يادې فتوې په اساس علماؤ او حکومت ته خواست کړی چې زر تر زره د دغه لارښوونې په رڼا کې فېصله وکړي.

د چين څخه خواره شوي د کرونا وايرس د امریکا جان هاپکینز یونیورسټۍ د کرونا وایرس په اړه د معلوماتو او تحقیق مرکز د تازه شمیرو تر مخه دا وخت د نړۍ ۱۷۵ هېوادونو ته رسېدلي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په ټوله نړۍ کې څلور لاکه ۷۱ زره ۵۱۸ کسان په کرونا وايرس اخته دي په نړۍ کې ۲۱ زره ۲۹۳ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي او یو لاک ۱۴ زره ۴۴۴ ترې صحتمند شوي هم دي.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۱۰۲۲ ته رسېدلې خو ځايي ميډيا دا شمېرې ۱۰۷۸ ښايي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې د کرونا وايرس له امله اته کسان مړه شوي او په کرونا وهلو پاتې نورو کې ويل شوي د پينځه کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی.

په تازه شمېرو کې په سند صوبه کې د کرونا شمېره ۴۱۳، پنجاب کې ۳۱۰، بلوچستان کې ۱۱۷، خېبرپښتونخوا کې ۸۰، ګلګت بلتستان کې ۸۱ او اسلام اباد کې ۲۰ تنه په کرونا وايرس اخته شوي دي.

ويل شوي په پاکستان کې ۲۱تنه چې کرونا وايرس وهلي صحتمند شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG