لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په ایران نوي بندیزونه ولګول


واشنګټن ډي سي: امریکا په ایران باندې د خپلو فشارونو د زیاتولو په بهیر کې په شلو کمپنیو او وګړو باندې له دې امله نوي بندیزونه لګولي چې په عراق او نورو ځایونو کې له ایران پلوو ملیشو سره مرسته کوي.

د امریکا د خزانې وزارت دغه بندیزونه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان کړل او په دې کمپنیو او وګړو باندې یې تور پورې کړ چې د ایران د انقلابي ګارد د قدس ځواکونو ملاتړ کوي.

چارواکي وایي، دغو کمپنیو په عراق کې د کتایب حزب الله او اسایب اهل الحق دوه ایران پلوو ملیشو ته خطرناکې مرستې رسولې او همدارنګه په یمن کې یې ایراني پلوو هوسي یاغیانو ته وسلې قاچاق کولې.

د ادعاو له مخې دغو کمپنیو د پیسو سپیناوی یا مندي لنډرینګ هم کاوه، په سوریه کې یې په غیر قانوني توګه تېل پلورل او د ایران په ګټه یې د عراقي سیاستوالو د وېرولو کمپاین پرمخ وړه.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچن په یو بیان کې ویلي دي، چې ایران ځینې کمپنی ګمارلي چې په سیمه کې ترهګرو ډلو ته پیسې ورکړي، له ایرانیانو څخه سرچینې یوې خواته کړي او لومړی حق ترهګرو ډلو ته ورکړي.

د امریکا لخوا په ایران باندې دغه نوي بندیزونه په داسې وخت کې لګېدلي دي چې دغه هېواد له کرونا وایرس سره لاس او ګریوان دی چې د راپورونو له مخې پرې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۹۰۰۰ کسان اخته تر ۲۲۰۰ زیات نور مړه شوي دي.

ایراني چارواکو په وار وار ویلي دي چې د امریکا لخوا بندیزونه په ایران کې د کرونا له خپرېدو سره مرسته کړې ده.‌

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران پرضد د زیارت د ورځې د بندیزونو په اړه ویلي دي،‌ چې دا د نورو هېوادونو اخلاقي دنده ده چې د داسې سرکشو بندیزونو مخه دې ونیسي.‌

امریکايي چارواکي بیا په ایران تور لګوي چې طبي او بشري مرسته یې رد کړې او په ورته وخت کې یې نورو ګاونډیو ته د کرونا وایرس په خپرېدو کې مرسته کړې ده.‌

منوچین د زیارت په ورځ ژمنه وکړه چې له نویو بندیزونو سره به د ایران له خلکو سره د مرستو بهیر ټکنی نه شي.‌

په هغو کمپنیو کې چې پرې د امریکا لخوا نوي بندیزونه ولګول شول د سپیڅلو زیارتونو د بیارغونې اداره هم شامله ده چې په عراق او ایران کې کار کوي او ځان یوه مذهبي ډله ګڼي.

په بندیزونو لګول شویو کسانو کې سید یاسر مصور چې د قدس ځواک یو چارواکی دی او د ۲۰۱۴ کال راهیسې په عراق کې له ایراني پلوو ملیشو سره کار کوي، د کتایب حزب الله د ډلې د عملیاتو قومندان شیخ عدنان الحمدوی چې د امریکا او ایتلافي ځواکونو په وړاندې بریدونو کې تورن دی هم شامل دی.

د امریکا د خزانې د وزارت په بیان کې وړاندې راغلي دي چې په بندیز لګول شویو کمپنیو کې داسې کمپنی هم شاملې دی چې هڅه کوي عراق د ایران په انرژي تړلی وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG