لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نيويارک کې د کرونا وايرس د پېښو زياتېدو سره وقتي روغتونونه جوړول کيږي


د امريکا په نيويارک رياست کې د جمعې په ورځ د کرونا وايرې نورې پېښې مخې ته راغلي او له دې وروستو د ۴۴زره نه زياتو کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

د نيويارک ګورنر اندريو کومو د جمعې په ورځ ويلي چې تر دې دمه ۵۱۹ کسان مړه شوي او تر شپږ نيمو زرو په هسپتالونو کې د درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې چې په نړيوال کچ امريکا هغه ملک وګرځېدو چرته چې د يو لاک نه زيات د دې وايرس ښکار خلک مخې ته راغلي دي او تر دې دمه شاوخوا يو لک او څلورو زرو نه په زياتو کسانو کې د دې مرض پخلی شوی دی.

د نيويارک ګورنر کومو ويلي چې يواځې د جمعې په ورځ د اووه زره نه زياتو کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

نوموړي د ښار چارواکو ته هم امر کړی چې لږ تر لږه د زرو کسانو لپاره څلور عارضي يا وقتي روغتونونه جوړ کړي او هغه وايي چې د صدر ټرمپ نه به اجازت اخلي ځکه چې دوي ته د روغتونونو ضرورت دی. دا وخت د دوي سره ۵۵زره مريضانو د ساتلو ځای شته.

د دوه اوونو لپاره به سکولونه بند وي

ګورنر کومو د جمعې په ورځ ويلي چې په نيويارک کې به د راروانو دوه اوونو لپاره سکولونه بند وي، هغه وايي له دې وړاندې د لمړي اپرېل پورې د سکولونو د بندېدو اعلان شوی ؤ او اوس به تر شلم اپرېل پورې بند وي.

د صدر ټرمپ او نيويارک د چارواکو ترمنځ د وېنټي لېټرو شخړه

د نيويارک ښاروال ډي بلاسيو د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ هغه دعوی د "دروغو هيله" ګرځولې چې ګنې تر دولسم اپرېل به دا وبا ختمه شي. د جمعې په ورځ نوموړي ويلي چې دوي تيار دي چې تر مۍ اته مليونه اوسېدونکي په خپلو کورونو کې وساتي.

بل اړخ ته د نيويارک د ګورنر سېکتر ميليسا ډي روزا ويلي چې د مرکزي حکومت لخوا دوه زره وينټي لېټرې رارسېدلي خو دوي ته د ۳۰ زرو ضرورت دی.

د دې ترڅنګ ښاروال ډي بلاسيو ويلي، صدر ټرمپ وايي چې نيويارک ته د ۳۰ زره وېنټي لېټرو ضرورت نشته، هغه نه ګوري چې دلته په اولس څه تېرېږي، د وېنټي لېټر مطلب ژوند يا مرګ دی.

د نيويارک ښاروال ډي بلاسيو ويلي چې د ټېسلا کمپنۍ مشر ايلن مسک د کورونا وايرس مخنيوي لپاره نيويارک ته د وېنټي لېټرو ورکولو اعلان کړی، هغه په ټولنيزو رسنيو ټوېټر ليکلي، دوي يې مننه کوي او هڅه کوي چې له هر ځايه وېنټي لېټر واخلي ځکه چې په راروانو څو اوونيو کې دوي ته د اولس بچ کولو لپاره ضرورت دی.

اېلن مسک شاوخوا دولس نيم سوه وېنټي لېټرې اکستي او ويلي يې دي چې هغوي به دا ورکوي، که په پېسو يې اخلي او که د جوړولو ضرورت ورته پېش شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG