لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرونا دیوې میرمنې له مړینې وروسته د دیر تالاش سیمه وتړل شوه


دخیبر پښتونخوا په کوز دیر سیمه کې د کرونا وائروسو له امله دېوې میرمنې له مړینې وروسته ددغه ضلعې تالاش نومې سیمه په بشپړ ډول تړل شوې ده.

دکوز دیر انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر د خالي په ورځ خبریالانو ته ویلي چې دغه میرمن په ۱۵م مارچ دعمرې کولو وروسته وړومبی لاهور اؤ بیا دکوز دیر تالاش سیمې ته راغلې وه.

هغه ویلي دغه میرمن په ۲۵مارج د هسپتال په ایي سي یو خونه کې دکرونا وائروسو له امله مړه شوې وه .

ډپټي کمشنر وایي د مړې شوې میرمنې د ټولو خپلوانو ټيسټونه به هم اخستل کیږي اؤ نورو خلکو ته ددغو وائروسو دخوریدو له ویرې په سیمه کې له جوماتونو اعلانونه کولی شي چې دخپلو کورونو دننه پاتې شي اؤ دبهر ګرځیدو څخه باید ډډه وکړي.

خو دسیمې نه سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي چې انتظامیې اؤ پولیسو تالاش سیمه دخالي په ورځ په بشپړ ډول تړلې اؤ دغلته د ژوند ټولې چارې په ټپو ودریدلې دي.

تیره اوونۍ دمردان په منګاه درګۍ سیمه کې هم سعادت خان نومې یو تن له عمرې په راستنیدو په کرونا وائروسو مړ شوی ؤ چې دهغې وروسته انتظامیې منګاه درګۍ سیمه تړلې وه.

دسعادت خان دښځې ،انږور اؤ ځوئ په ګډون هغه دوه تنه هم په کرونا وائروسو اخته شوي وؤ چې دسعادت خان سره یوځائ عمرې له سعودي ته تللي وؤ.

خو وروسته بیا صوبایي حکومت اعلان وکړو چې منګاه درګۍ کې ۳۸ کسان په کرونا وائروسو اخته شوي دي.

تراوسه پاکستان کې دکرونا وائروسو له امله ۱۱کسان مړه شوي چې په دې کې دڅلورو تړاؤ دخیبر پښتونخوا صوبې سره دی.

پاکستان کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۳۹۸ ده چې دې کې تر ټولې زیاتې ۴۴۰ پېښې سندهـ صوبه کې ریکارډ کړل شوي دي.

خیبر پښتونخوا کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۱۸۰ ښودل شوې ده خو صوبایي حکومت وایي چې ددې ترڅنګ په سوؤنو نورو کسانو هم شک کیږي چې د کرونا ناروغان دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG