لاس رسیدونکی لینک

 
ايبټ اباد : د بهرني تبليغي جماعت سره ګرځيدونکې پخوانی پوځي ميجر د کرونا ناروغۍ له کبله مړ شوې
تازه خبر

ايبټ اباد : د بهرني تبليغي جماعت سره ګرځيدونکې پخوانی پوځي ميجر د کرونا ناروغۍ له کبله مړ شوې


د پاکستان د صحت د محکمې چارواکي وايي د خيبر پښتونخوا ايبټ اباد ښار د کيهال سيمې اوسيدونکې د پاکستان پوځ يو پخوانې ميجر محمد الياس د کرونا وايرس له امله کبله مړ شوې دی.

چارواکي زیاتوي چې څو ورځې وړاندې د قرغیزستان نه د تبليغيانو لس کسيزه یوه ډله سيمې ته راغلې وه او ميجر محمددالياس د دغه تبليغي ډلې سره يو ځايې ګرځيدو او بيا درې ورځې په تبليغ کې تيرولو وروستو چې کله کور ته بیرته راغلو نو ناروغي یې څرګنده شوه ۔

پخوانې ميجر محمد الياس د ايبټ اباد په پوځي روغتون يا سي.ايم.ايچ کې درملنه روانه وه چې اتوار په ورخ يي سا ورکړه ۔

د ايبټ اباد ضلعې د صحت د محکمې مشر ډاکټر فيصل خانزاده وي او اې ډيوه ته ويلي چې د محمدالياس د مړينې وروسته یې دغه تبليغي ډله يي په شيروان سيمه کې معلومولو وروستو ايبټ اباد کې جوړ د کرونا قرنطین ځانګړې مرکز ته راوستلي دي ۔

په دغه بهر ملکي تبليغي ډله کې پنځه ښځی او پنځه نارينه شامل دي ۔

ډاکټر فيصل په وينا د ايبټ اباد کيهال سيمې داخلي او خارجي لارې يي دهرقسمه تګ راتګ لپاره تړلې دي ۔

د محمد الياس د مړينې وروستو د کرونا په ناروغې خيبر پښتونخواه صوبه کې د مړو شميره پينځو ته رسيدلې دی.

د پاکستان حکومت په خلکو غږ کړی چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د عبادتونه محدود کړي او د ګڼه جوړولو نه دې ډډه وکړي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG