لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د کرونا وايرس څخه ۱۷ تنه ښه شوي دي


د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال وایي په ایالت کې د کرونا په وايرس اخته شوي ۱۷ ناروغان جوړ‎ شوي ، ټېسټونه يې سم راغلي دي.

جام کمال په خپل ټویټر پانه لیکلي چې دا اولس تنه د کرونا وایرس ناروغان وو ، د څوارلسو ورځو له قرنطین ورستو روغ شوي او د ټیسټ نتیجې یې منفي راغلې.

د کرونا دغه ناروغان چې اوس جوړ‎ شوي د کوټې په شیخ زاید روغتون کې بستر دي ، تر اوسه ورته خپلو کورونو ته د تللو اجازت نه دی ورکړل شوی.

د ایالت د ترجمان لیاقت شاہواني په خبرہ په ایالت کې د یکشنبې, اتوار په ورځ د کرونا وایرس تازه درې نورو ناروغانو سره شمېر ۱۴۱ ته رسېدلی دي. او په دې ناروغانو کې څلور ډاکټران ھم شامل دي.

د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې د یوہ مشر ډاکټر رحیم خان بابړ‎ په خبرہ حکومت و ډاکټرانو ته له کرونا وایرس څخه د ځان ژغورنې اسباب نه دي ورکړ‎ي، ډاکټران به ځان څنڰه خوندي کړ‎ي؟
ھغه له حکومت څخه د مرستو غوښتنه وکړ‎ہ.

تر اوسه په بلوچستان ایالت کې کرونا وایرس د ۷۰ کلن ناروغ د مړینې لامل جوړ‎ شوی دی.

د لیاقت شاہواني په وینا په بلوچستان کې د مثبتو ناروغانو ډیری زایرین (شیعه زیارت کونکي) دي چې په دې وروستیو کې له ایران څخه راستانه شوي وو.

د شاہواني په خبرہ د کومو اولس (۱۷) کسانو چې د ټېسټ نتیجې منفي راغلې حوصله لوړ‎ونکی خبر دی “د ھغو کسانو به نن بل ځل ھم د تسلي لپارہ ٹیسټ کوو،که د ټولو نتیجه بیا منفي راغله دا به په ټول ملک کې اولنی روغتون وي چې په ۱۴ ورځو کې تر ټولو زیات خلک پکې روغ شوي وي۔

د ویاند په خبرہ له وړاندې دوہ تنه نور ھم له څوارلسو ورځو له قرنطین ورسته د کرونا له رنځه روغ شوي او خپلو کورو ته لېږ‎ل شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG