لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مردان پوليس افسران په کرونا وايرس اخته شوي، د منګا ۲۰ کسان کورونو ته لېږل شوي


د مردان د پوليس (اېس اېس پې اپرېشن) ويلي هغه د کرونا په وايرس اخته شوی او په يو بل پولیس افسر کې هم د کرونا وايرس پخلی شوی دی، ضلعي انتظاميه وايي د منګا ۲۰ مشکوک کسان د قرنطين نه وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.

د مردان د پوليس اېس اېس پي اپرېشن وقار کهرل ويلي هغه څو ورځې مخکې منګا يونین کوسنل ته د یوې احتجاجي مظاهرې په مهال ډيوټۍ له ورغلی ، او پرون د اتوار، پکشنبې په ورځ يې په یوه ويډيو کې په خپله ويلي چې په هغه کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

نوموړی په خپل ويډيوي پېغام کې په خلکو غږ کوي چې په کورونو کې پاتې شي او د کرونا وايرس څخه ځان وژغوري.

د يو بل پوليس افسر چې په کاټلنګ کې په ډيوټۍ ؤ او منګا يونين کونسل ته تلی راغلی ؤ، د مردان ضلعي انتظاميه په هغه کې هم د کرونا وايرس پخلی کړی دی.

له دې وړاندې د علاقې په اېم پي ای عبدالسلام افريدي کې هم د کرونا وايرس مالوم شوي وو.

د مردان ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) سجاد خان وايي په منګا کې د کرونا وايرس پېښې سېوا کيږي خو بيا هم د پوليس ۲۰۰ سرتيري دغلته په ډيوټۍ دي، چې خلک په علاقه کې قابو وساتي او دا وايرس نورو علاقو ته خواره نه شي.

د مردان ضلعي حکومت وياند اصغر خان وايي د عبدالولي خان پوهنتون نه شل کسان چې د منګا سره يې تعلق ؤ بيرته کورونو ته لېږل شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د دغو کسانو ټېسټونه لېږل شوي چې پکې د کرونا وايرس پخلی نه دی شوی.

هغه زياته کړه د پوهنتون په مرکز کې اوس هم ۵۷ کسان قرنطين دي.

په پاکستان کې چې د کرونا وايرس نه لمړی تن مړ شوی د هغه تعلق د مردان د منګا يونين کونسل سره ؤ او ددغه پېښې وروسته ياد يونين کونسل تړل شوی دی.

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې د کرونا وايرس د مشکوک کسانو شمېرې ۱۰۱۷ ته رسېدلې دي.

د صوبې د صحت وزير تېمور خان جګرا په ټويټر ويلي، چې دا د اتوار د ماښام پورې مخې ته راغلي شمېرې دي.

د يادو شمېرو ترمخه په صوبه کې د کرونا په وايرس ۱۹۲ کسان اخته دي، په صوبه کې پینځه کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي او دوه ترې صحتمند شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG