لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هسپانیه کې په یوه ورځ ۸۱۲ کسان په کرونا مړه شوي دي


CORONA VIRUS PICTURE
CORONA VIRUS PICTURE

واشنګټن ډي سي: په هسپانیه کې د ګل یا دوشنبې په ورځ له کرونا وایرس څخه د ۸۱۲ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.

په دغه هېواد کې د کوېډ ۱۹ د ۶۰۰۰ نویو پېښو خبر هم ورکړل شوی چې له دې سره په ایټالیا کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر یو لک کسانو ته نږدې شوی ی.

هسپانیه یا سپېن د امریکا او ایټالیا څخه وروسته په نړی کې په کرونا د سختو ځپل شویو هېوادونو په کتار کې دریم ځای لري.

په ایټالیا کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ تر ۷۵۰ کسان زیات له کرونا وایرس څخه مړه شوي دي.

په ایټالیا کې تر اوسه پورې نږدې ۱۱۰۰۰ کسان د کرونا وایرس له امله مړه شوي دي او کابو یو لک کسان پرې اخته شوي دي.

دغه هېواد د تېرو څو اونیو راهیسي په لاک ډون کې دی خو د اتوار یا یکشنبې په ورځ پکې په کرونا د نویو اخته شویو کسانو په شمېر کې د کموالي هیلې څرګندې شوې.

د ایټالیا حکومتي چارواکو ددغه هېواد رسنیو ته ویلي دي، په داسې حال کې چې ټول خلک بېرته عادي ژوند ته د راګرځېدو خبرې کوي خو په اوس وخت کې دا مناسب کار نه دی او د لاک ډون وخت چې د جمعې په ورځ پای ته رسېږي یو ځل بیا به وغځول شي.

د نړی ګڼو مشران بیا د کرونا اقتصادی ناورین لوري ته پام اړولی.

د برازیل ولسمشر په ټویټر باندې په یو شمېر پوستونو کې د سوداګریزو چارو تړل او د خلکو د راټولېدو مخنیوی تر پوښتنې لاندې راوستي.

ټویټر ویلي، چې دوی به هغه پوستونه بند کړي چې د روغتیايي سپارښتنو پرخلاف وي او پکې خلک د مخنیوي بې اغیزو لارو چارو ته هڅول شوي وي د کومو له امله چې د خلکو د ناروغ کېدو چانس زیاتېږي.

په هسپانیه کې چارواکو د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپار دوه اونی مخکې لاک ډون لګولی دی.

په ګرده نړی کې حکومتونو دغه لاره غوره کړې ده.

د ګل یا دوشنبې په ورځ په ماسکو کې د یو نوی حکم له مخې خلک نشي کولای د اړینو دندو، خوړو، درملو د رانیولو او د روغتیايي بیړني حالت پرته له خپلو کورونو څخه ووځي.

د نایجریا ولسمشر محمدو بخاري په پلازمېنې ابو جا کې خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو امر کړی او خلکو ته یې ویلي، چې پلازمېنې ته له راتلو او وتلو څخه باید ډډه وکړي.

په برتانیه کې چې د لومړي وزیر بوریس جانسن او شهزاده چارلس په ګډون پکې په کوېډ ۱۹ باندې تر ۲۲۰۰۰ زیات خلک اخته شوي دی، حکومتي چارواکي وايي، چې لاک ډون دغلته ښايي تر شپږو میاشتو هم دوام وکړي.

دوی زیاتوي، که خلک هغه څه وکړي چې غوښتل کېږي او روغتیايي حالت ښه شي نو د لاک ډاون وخت لنډه کېدای هم شي.

دې ته ورته په نیپال، سلوینیا او ارجنټاین کې لاک ډاون اوږد کړای شوی دی.

وروستی شمېرې ښيي چې په ټوله نړی کې په کرونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۷۳۰۰۰۰ څخه زیات شوی او پرې مړه شوي کسان شاخوا ۳۴۶۰۰ ته رسیدلي دي.

د اسرایلو د لومړي وزیر په یوې سلاکارې کې کرونا وایرس مثبت شوی.
رویکا پلوچ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د اسرایلو له وزیر اعظم نتن یاهو او ګڼو نورو سیاستوالو سره لیدلي دي.

دا لا نه دي ویل شوي چې نتن یاهو او دغه نور سیاستوال به قرنطین شي او که نه.
په اسرایلو کې د کرونا ۴۳۴۷ پېښې موندل شوې دي.

د هندي رسنیو د یو راپور له مخې په مهراشترا ایالت کې د یوې کورنی ۲۵ غړو کې کرونا مثبت شوې.

خبر زیاتوي، د یادې کورنی په څلور غړو کې چې له سعودي عرب څخه راغلي وو کرونا وایرس موندل شوی وو او بیا یوه اونی وروسته د کورنی په پاتې ۲۱ کسانو کې چې یو دوه کلن ماشوم هم دی ټولو کې کرونا مثبت شوې وه.

هندي چارواکي ددغې پېښې پړه په تنګ ځای کې د ډېرو کسانو یو ځای اوسېدو باندې اچولی.

تېره اونی په هند کی د ۲۱ ورځو لپاره لاک ډون لګېدلی تر څو په دغه ګڼ نفوسه هېواد کې د کرونا وایرس د خپرېدو مخنیوی وشي.

د جان هاپکنز د شمې له مخې په هند کې تر ۱۰۷۱ زیات کسانو کې کرونا وایرس موندل شوی.

د کوېډ ۱۹ په قربانیانو کې د جاپان نامتو ټوکمار کین شیمورا هم شامل دی د چا مړینه چې د اتوار ناوخته اعلان شوه.

دغه ۷۰ کلن کس. مارچ په شلمه نېټه د تبې او سالنډي له امله په روغتون کې بستر شوی و.

د چین حکومت اوس د سوداګریزو چارو بېرته پرانستلو ته د خلکو هڅول پیل کړي دي او روغتیايي چارواکي یې له بهر څخه د کرونا د کیسونو راتلو ته پام اړولی ځکه په سیمیزه کچه د کرونا په خپرېدو کې د پام وړ کموالی راغلی.

چین لومړنی هېواد و چې د کرونا وایرس د کیسونو راپور یې ورکړ او په وهان ښار کې یې لاک ډون ولګوو چېرې چې تر ۸۱۰۰۰ زیاتې پېښې وموندل شوې.

په ټوله نړی کې روغتونونو ته د بې شمېره ناروغانو ورتګ او د کافي روغتیايي وسایلو نه شتون د نړی روغتیايي سیستم له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ کړی.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش د نهې په ورځ په یو ټویټ کې وویل، چې په ټوله نړی کې روغتیايي کارکونکي د کویډ ۱۹ له وبا څخه اغیزمنو کسانو ته روغتیايي مرستې رسوي که هم خپله هم قرباني ورکوي.

هغه زیاته کړې، زه د دوی میړانې، ژمنتیا او قربانیو ته د قدر په سترګه ګورم.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG