د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، په یوه اوونۍ کې به د کرونا وبا په اړه ټول مالومات رایو ځای کړی شي او په پاکستان کې کرونا وايرس د لويديځ په څېر حالات نه دي جوړ کړي.
هغه وويل څنګه چې په چین کې د کرونا وايرس نه حالات په ښه کېدو شو چين اول پاکستان طبي اوزار ورکول پېل کړه.
نوموړي نن په پېنډۍ کې د کنټونمنټ روغتون ته د ورتګ په مهال وويل، د کرونا وبا خورېدو سره په ګرده نړۍ کې د طبي اوزارو او طبي عملې دپاره د ساتنې د څيزونو غوښتنه سېوا شوه "خو چې څنګه په چين کې حالات سمېدل پېل شو تر ټولو اول يې مونږ ته اوزار راکول پېل کړه".
هغه وويل "چین مونږ ته ټول اوزار راکوي".
عمران خان وويل حکومت د طي عملې په شا ولاړ دی ا و حکومت ګوري چې څنګه د ډاکټرانو او نرسانو ترڅنګ د ټولو کار کوونکو خيال وساتي.
په پاکستان کې مخالفه سياسي ګوندونه او ډاکټران په حکومت نيوکې کوي چې د کرونا وايرس پرضد ډاکټران او نوره طبي عمله تر ټولو نه په اول صف کې ده خو حکومت دوی ته د ساتنې دپاره اسانتياوې نه برابروي.
عمران خان وايي د پاکستان په ۷۰ کاله تاريخ کې د صحت برخې ته پاملرنه نه ده شوې.
د سرکاري شمېرو ترمخه تر اوسه پورې په پاکستان کې د کرونا په وايرس اخته کسانو شمېره ۲۰۳۹ ته رسېدلې ده. او ۲۶ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.
د سرکاري شمېرو د لسو کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی او ۸۲ کسان د کرونا نه ښه شوي دي.
دا وخت په پنجاب صوبه کې ۷۰۸، سيند کې ۶۷۶، خېبرپښتونخوا کې ۲۵۳، بلوچستان کې ۱۵۸، ګلګت بلتستان کې ۱۸۴، اسلام اباد کې ۵۴ او ازاد کشمير کې دا وخت په کرونا وايرس اخته کسانو شمېر شپږ دی.